د کاپیسا د عالمانو شورا مشر وسله والو وژلی

د عکس سرچینه، KAPISAPROVINCEGOVERNANCEOFFICE
د خپرېدو وخت
د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري بي بي سي ته وویل، پېښه شنبه د سپټمبر ۹مه سهار مهال د خم روبا ولسوالۍ په دویمه حصه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، ښاغلی حنیفیار د خپل کور په شل مترۍ کې کله چې موټر ته پورته کېده د موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا په نښه شو.
په دغه پېښه کې د مولوي حنیفیار یو ساتونکی هم وژل شوی دی.
د ښاغلي قادري په خبره، د حنیفیار ساتونکي د پېښې په ځای کې سا ور کړه او پخپله حنیفیار روغتون ته پر لار ومړ:
"پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي، خو لا روښانه نه ده چې دا پېښه جنايي ده او که د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري تر سره شوې ده."
د نوموړي په خبره، تر اوسه په کاپیسا کې پنځه د دین عالمان وژل شوي چې د دوو عالمانو مړینه جنايي وه او د درېوو نورو په اړه لا معلومات نه دي بشپړ شوي.














