ترکیه کې کورونا وېروس
د خپرېدو وخت
ترکیه کې د کورونا وېروس له امله پر ګرځېدو او کاروبار بندیزونه لګول شوي دي. ترکیه اووم هغه هېواد دی چې د کورونا وایرس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې پکې ثبتې شوې دي خو د مړینو شمېر یې کم دی. ترکي چارواکي وايي دغه وبا پکې تر کنټرول لاندې ده. روغتیايي سرچینو بیا بي بي سي ته ویلي دي چې د مړینو اصلي شمېر تر دې هم بیخي ډېر دی.