بلخ د سندرغاړو روزګار خراب شوی
د خپرېدو وخت
سندرې او موسيقي ډېر اوري، خو ويل او غږول يې افغانستان او پښتني ټولنه کې لا يو ډول شرم دی. ځينې ځايي سندرغاړي او هنرمندان له خپل مسلکه ګټې وټې او ژوند جوړولو کې له ستونزو سره مخامخ وي. مزار شريف کې ډېر ځايي سندرغاړي وايي د خپلو کورنيو پاللو لپاره اړ کېږي چې خپل مسلک پرېږدي. نجيب پاڅون له ځينو سندرغاړو سره غږېدلی دی.
یاده دې وي چې دا رپوټ په مزار ښار کې د بندیزونو له اعلان وړاندې ثبت شوی.