د مشرانو د حقونو فعال

د ویډیو تشریح، د مشرانو د حقونو فعال
د خپرېدو وخت

د يوه ۶۳ کلن حقونو فعال کيسه، چې پښتونخوا کې له تېرو اوولسو کلونو راهيسې د سپين ږيرو او مشرانو د حقونو پلوۍ فعاليت کوي. شاکر بابا وايي د نارینه او ښخينه مشرانو حقونو او هم هغوی لپاره چې په بدن کمزوري وي، د پاکستان لروبر يې هم منډې ترړې او هلې ځلې کړې دي. وايي پر موټرسايکل یې سفرونه کړي، او په عمر مشران یې سره غونډ کړي، وينا یې ورته کړې او له خپلو حقونو يې خبر کړي دي. دی یې دلته نوره کيسه په خپله کوي.