د ارمي پبلک سکول زدکوونکی اکسفورډ پوهنتون ته ورسېد

د ویډیو تشریح، د ارمي پبلک سکول زدکوونکی اکسفورډ پوهنتون ته ورسېد
د خپرېدو وخت

د پېښور يو زلمی چې پر ارمي پبلک سکول له وسله وال بريده ژوندی پاتې شوی، اکسفورډ پوهنتون کې یې د زده کړې فرصت ګټلی دی. احمد نواز هغه مهال دې ښوونځي کې و، چې وسله والو د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې پرې بريد وکړ، لسګونه ماشموان ووژل شول، دی ژوبل شوی و، او ځان يې مړ اچولی و، چې ژوندی پاتې شو. بيا د درملنې لپاره دلته بريتانيا ته راوستل شو، او له هماغه يې د خپل ژوند جوړولو زیار ايسته. دی برمېنګ کې اوسېږيو او د بي بي سي اسيايي څانګې ورسره خبرې کړې دي.