کندهار: ۲ چاودنو کې ۱۴ ولسي وګړي ووژل شول

کندهار
د عکس تشریح، دویمه چاودنه د ولسي وګړو پر مازده موټر شوې
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي کندهار
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان سوېل ته په کندهار کې ځايي چارواکي وایي نن (جمعه ) د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوو ماین چاودنو له امله ۱۴ ولسي کسان وژل شوي دي.

سپین بولدک له ډیورنډ کرښې سره پرته سرحدي ولسوالي ده.

د کندهار د ولایتي ادارې ویاند بهیر احمد احمدي وایي، لومړنۍ پیښه د سپین بولدک په لوی کاریز سیمه کې هغه مهال وشوه، چې د ولسي وګړو ډاټسن موټر د وسلوالو پر ښخ کړي ماین وخوت.

ښاغلی احمدي زیاتوي، دې چاودنه کې د دوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.

لومړیو کې ویل کېدل چې دې چاودنه کې وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

خو د سپین بولدک ولسوال سید علي دا رپوټونه نه مني او زیاتوي، وژل شوي د بیلا بیلو کورنیو غړي دي.

له دې پېښې څو ګړۍ وروسته سپین بولدک په لوی کارېز کې د ولسي وګړو پر مازدا موټر چاودنه شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ژوبل دی.

که څه هم وسلوالو طالبانو د دغې پيښي په اړه څه نه دي ویلي خو دغې ډلې له تیرو دوو میاشتو راهیسې د نورو بریدونو تر څنګ پر ګڼو لارو د ماینونو اېښودلو چارې هم پراخې کړې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د پېښې پړه پر طالبانو اچوولې او وايي، ولسمشر غني دغه پېښه سخته غندلې ده. د ارګ اعلامیه زیاتوي:

'' جمهور رئیس د یادو پېښو د سخت غندلو پر مهال یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د پردیو په لمسون په لویو لارو کې د ماینونو له اېښودلو او پر عامو خلکو له تروریستي بریدونو څخه چې د ملکي تلفاتو عمده لاملونه دي، لاس واخلي. ''

د ولسي وګړو لپاره وژونکې جګړه

یوناما
د عکس تشریح، یوناما افغان جګړه د نړۍ په کچه ولس ته ډېره مرګونې بولي

کندهار کي د بشري حقونو خپلواک کمېسون غړی نعمت الله حسني وایي؛ د دغه کمېسون ولایتي مسوولین وايي، د مخامخ جګړو تر څنګ ماین چاودنو کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېرې تر تېرو کلونو بې سارې ډېرې دي.

"یوازې تېره اسد یا زمري میاشت کې په کندهار کې د مخامخ جګړو او ماین چاودنو له امله ۹۷ ملکي کسان وژل شوي او ۹۴ نور ټپيان دي."

د ملګرو ملتونو د یوناما د سږني میلادي کال د لومړنیو شپږو میاشتو رپوټ وايي، که څه هم د تېر پرتله سږ کال په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۱۳ سلنه کمه شوې خو په خبره یې دغه جګړه د نړۍ په کچه د ملکي وګړو لپاره تر ټولو وژونکې ده.

یوناما په خپل رپوټ کې -چې د (۶ زمری / ۲۷ جولايي) خپور شو ویلي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې درې نیم زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما دغه رپوټ کې ویلي چې د نړيوالو ځواکونو او د داعش خراسان څانګې ترمنځ د عملیاتو د کمښت له کبله د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې خو دا بنسټ وايي، په دې موده کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه هېڅ نه ده کمه شوې.