قریشي: پاکستان غواړي چې افغانستان کې جګړه ختمه شي

عبدالله او شاه محمود قريشي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په یوه رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد.

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوي لومړنۍ لیدنه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قريشي سره کړې، له لیدنې وروسته ښاغلي قريشي خبریالانو سره خبرو کې ویلي، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې یواځې د تشدد پېښې کمې نه، بلکې د ده په خبره جګړه دې ختمه شي.

نوموړي ويلي "په همدې خونه کې چې نن له ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبري وکړې، همدلته مې د طالبانو له پلاوي سره هم خبري شوې وې. هغوی ته مې هم همدا پېغام و، چې مخ ته راشئ، دا ستاسو ملک دی او د خپل ملک د راتلونکي پرېکړه به تاسو کوئ، موږ يې نه شو کولی. موږ به دعاوي درته کوو، موږ به مو مدد کوو، پرېکړې به تاسو کوئ".

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي زیاتوي، دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې هم مهم رول لوبولی او هڅه به يې دا وي، چې په بین الافغاني خبرو کې هم رول ولوبوي. د ښاغلي قرېشي په خبره د پاکستان ټولې ادارې په یوه خوله په افغانستان کې امن او سوکالي غواړي.

ډاکتر عبدالله

ښاغلی قريشي وايي، "نن د خوښۍ خبره دا ده، چې نړۍ هم د پاکستان رول مني او پاکستان هم د لا زیات رول لوبولو لپاره تیار دی". ښاغلي قرېشي په دې خبرو کې زیاته کړه، چې د پاکستان ملکي او نظامي ټولې ادارې دا وخت سره یوه خوله دي او د ده په خبره ټولې د افغانستان په سولې او ټيکاو کې خپله ګټه ویني.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په هکله ښاغلي قريشي وویل، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لا زیاتوالي لپاره هم هڅې روانې دي او دغه هڅې به هغه مهال بریالۍ وي، چې په افغانستان کې سوله راشي.

د دې سفر په لومړي پړاو کې ښاغلي عبدالله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي. ټاکل شوې ده چې ډاکټر عبدالله د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزیر، د مشرانو او ولسي جرګې مشرانو، بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو سیاستوالو سره وګوري.

ښاغلي عبدالله اسلام اباد ته تر روانېدو مخکې خپل ټوېټر کې لیکلي، دا لیدنه به دواړو لورو ته په دوحه کې د افغان سولې خبرو او خپلمنځي اړیکو په هکله د نظر تبادلې ته ښه چانس برابر کړي.

"هیله من یم چې دا لیدنه به په ټولو برخو په تېره افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې راوستلو لپاره د نږدې همکارۍ نوی څپرکی پرانیځي."

ښاغلی عبدالله په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو مقدماتي ناستې روانې دي، خو اصلی خبرې لا نه دي پیل شوې.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره لیکل شوې یوه مقاله کې ویلي، دا خبرې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یو لوی فرصت دی او باید ښکېل لوري ورنه لاس پر سر نشي.

د عبدالله د دې سفر اهمیت په څه کې دی؟

عبدالله
د عکس تشریح، ښاغلی عبدالله به دې سفر کې ګڼو پاکستاني چارواکو سره ګوري

د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی اسلام اباد ته د ښاغلي عبدالله سفر مهم بولي. نوموړي په دې اړه بي بي سي ته وویل:

"عمران خان تېره جمعه له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې در لودې او د خپلې همکارۍ ډاډ یې ورکړ. دا یې هم وویل، چې د عبدالله سفر ته سترګې په لار دي."

د نوموړي په خبره، پاکستان د افغانانو خپلمنځي خبرو کې ډېره اسانتیا برابرولی شي:

"امریکا سره یې هم مرسته وکړه چې د طالبانو او امریکا تړون وشو، نښې داسې دي چې دې خبرو کې هم مرسته وکړي."

له مذهبي مشرانو سره لیدل

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ کې دغه شپېته کسیزه پلاوی به درې ورځې په پاکستان کې وي، چې د چارواکو په خبره دلته به ددغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر ډاکټر عارف علوي، د پوځ له لوی درسیز جنرال قمر جاويد باجوه او د سنا او ملي اسمبلۍ له مشرانو سره ليدنې کوي.

اسلام اباد کې خبریال او شنونکی طاهر خان وايي، عبدالله پر پاکستاني چارواکو سربېره له مذهبي مشرانو سره هم ګوري:

"دلته د پاکستان یوه حکومتي اسلامي نظریاتي شورا ده چې پاکستان حکومت ته مذهبي مشورې ورکوي د هغې له مشر سره عبدالله عبدالله ګوري."

نوموړی وايي، ښاغلی عبدالله د مدرسو له هغو مذهبي مشرانو سره هم ناسته لري چې پخوا یې القاعده او طالبانو سره نږدې اړیکي درلودل.

طاهرخان زیاتوي چې ښاغلی عبدالله به د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره هم وګوري او هم به یوه حکومتي انسټیټیوټ کې وینا وکړي.