کرېکټ کې د افغانانو وروستۍ بریاوې

د ویډیو تشریح، کرېکټ کې د افغانانو وروستۍ بریاوې
د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او روزونکي د زمبابوې له بریالي سفره وروسته نن کابل ته ورسېدل. افغانستان زمبابوې ته په یو ورځنیو او شل اووریزو ټولو لوبو کې ماتې ورکړې. ځینې دا د افغان لوبډلې د قوت ښکارندوی ګڼي چې نورو لوبډلو ته د هغوی په کور کې ماتې ورکوي خو ځینې داسې هم شته چې وايي زمبابوې کمزورې وه. نجما ځلا د افغان کریکټ بورډ د رسنیو برخې له یوه مسوول حکیم احمدزي لومړی همدا پوښتلي چې افغانان پیاوړي و که زمبابوې ضعیفه وه؟