د "یو بي اېس" او "کرېډټ سویس" بانکونو تر منځ هوکړه وشوه

د عکس سرچینه، EPA
د سویس حکومت په ملاتړ د یوه تړون له مخې د سویس تر ټولو لوی بانک "یو بي اېس" د "کرېډټ سویس" بانک وپېره.
یکشنبې د شپې اعلان وشو، چې له تېرو دوو ورځو بېړنو خبرو اترو وروسته د دغو دوو بانکونو او د قوانینو څارونکې ادارې تر منځ دا هوکړه شوې ده.
وروستیو کې د کرېډټ سویس ونډې له هغې وروسته په چټکۍ راټیټې شوی چې ویلي یې و په مالي رپوټونو کې یې د مادي کمزورۍ شاهد.
د سویس ملي بانک هڅه وکړه کرېډت سویس بانک له لوېدو بچ کړي، نو ځکه یې ۴۴،۵ میلیونه پاونډه بېړنۍ مرسته وکړه خو څه اغېز یې نه و کړی.
د سویس بانک ویليچې دا تړون د مالي بازارونو د باور د بیارغولو او د هېواد اقتصاد ته د ګواښونو ادارو کولو برخه کې غوره اقدام دی.
د دې تړون له مخې، چې د کریډټ سویس بانک ونډه والو پکې د رای ورکولو حق نه درلود هوکړه شوې چې، د کریډټ سویس د هرو ۲۲،۴۹ ونډو په بدل کې به دوی ته په "یو بي اېس" کې یوه ونډه ورکول کېږي.
په دې سره د دغه بانک ارزښت ۳،۱۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

د عکس سرچینه، EPA
د کرېډټ سویس بانک ارزښت د جمعې ورځې د کاري ورځي په پای کې اته میلیارد ډالره اعلان شوی و.
د قوانینو څارونکي ادارې هڅه کوله د دوشنبې د ورځې د بازارونو له پرانیستو وړاندې دغه مسله حل کړي چې د دې کار په کولو وتوانېدل او هوکړه یې وکړه.
د سویس مرکزي بانک په یوه خبر پاڼه کې ویلي و چې "په دې استثنايي شرایطو کې د مالي ثبات او د سویس اقتصاد د ساتنې لپاره د حل لار وموندل شوه."
نړیوالو بانکونو هم د یاد تړون هرکلی کړی.
د انګلستان بانک هم ویلي، چې په دې تړون کې د هر اړخیزو اقداماتو هرکلی کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "مونږ د دغې هوکړې د چمتوولي پر مهال له نږدې خپلو نړیولو سیالانو سره وو او له پلي کېدو یې هم ملاتړ کوو."
یاد بانک همدا راز ټینګار کړی چې "د انګلستان بانکي سیسټم څه ناڅه با ثباته او خوندي پاتې شوی."
د اروپا د مرکزي بانک مشرې کریسټین لاګارد ویلي چې د سویس د چارواکو د دغه چټک اقدام هرکلی کوي او بازار کې د نظم رامځته کولو او د مالي ثبات د تامین لپاره یې اړین ګڼي.
د امریکا د مرکزي بانک عمومي منشي او د امریکا د شتمنۍ وزیر هم دغه تړون د مالي بازارونو د ثبات او خونديوب برخه کې مهم یاد کړی دی.
سویس بانکي سیتمونو کې دا ستونزې وروسته له هغې راپورته شوه چې امریکا کې دوه بانکونه سیلیکان وېلي او سېګنېچر هم ناکامۍ سره مخ شول.
"کرېډټ سویس" په ۱۸۵۹ کال کې جوړ شوی، وروستیو کالونو کې د پیسو مینځلو تورونو په ګډون یو لړ نورو رسواییو سره مخ شو.




















