پر غزې پوځي يرغل
د خپرېدو وخت
اسرائيل وايي، د دغې تړانګې پر سویل به يې يرغل د شمال په څېر ځواکمن وي.
امريکا بيا خبرداری ورکړی د لا ډېرو فلسطینيانو وژنه خلک لا ښايي د حماس پلوۍ ته وکاږي.
د اسرائيلو مځکني ځواکونه د غزې جنوب کې پر عملياتو بوخت دي، دا وروسته له هغه چې د جمعې پر ورځ یې له حماس سره اوربند پای ته ورسېد.
ځواکونو ته یې ويل شوي، دا عمليات به له هغو نه په زور کې کم نه وي، چې د دغې تړانګې شمال کې یې کړي وو.
د غزې جنوب کې پر خان يونس او رفح بندر ګوزارونه روان دي.
شمال کې د کډوالو پر جباليا پنډغالي هم بريد شوی دی.
اسرائيل ټينګار کوي، د ملکیانو له وژلو ډډې کې د لوړې کچې زيار باسي.