افغانستان کې یوه ناامنه سیمه پر مېله ځای بدله شوې
د خپرېدو وخت
د افغانستان په خوست کې یوه سیمه چې دا څو کاله د جګړو او نا امنیو ډګر و اوس د ځايي خلکو په مېله ځای بدل شوی دی. د خوست او پر ډېورند کرښه - غلام خان بندر - ترمنځ د لارې دوو غاړو ته غونډۍ او چینې شته چې په اخترونو او نور خوښیو کې د خوست له بېلا بېلو سیمو ډېری ځونان د مېلې او ساعت تېرۍ لپاره ورځي. دلته امنیت تر ډېره د ولسي تړون په نتیجه کې ټینګ شوی دی. احمد شا مو ورولي.