خوست کې خلک د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي سر ټکوي

د ویډیو تشریح، خوست کې خلک د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي سر ټکوي
د خپرېدو وخت

د افغانستان په خوست کې خلک شکایت کوي چې په سیمو کې یې روغتیايي مرکزونه نشته او د ولایت روغتون ټولو ته بس نه دی.

د دغه ختیځ ولایت روغتيايي چارواکي هم دا خبره مني. وايي د خلکو شمېر په ډېرېدو دی او ټولو ته نشي رسېدلی.

په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې روغتیايي خدمات یو څه ښه شوي خو بیا هم لکه خوست ډېری سیمې له ستونزو سره مخامخ دي.