د عاشورا ورځې امنیت لپاره ځانګړې تګلاره

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د عاشورا ورځې د مذهبي مراسمو د امنیت ساتنې په موخه یې ځانګړې تګلاره جوړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، دا ځانګړي امنیتي تګلاره په ټول افغانستان کې له تېرو درېیو ورځې راهیسې پلي کېږي. ښاغلي دانش له خلکو غوښتي چې د عاشورا ورځو کې په امنیت ساتنه کې ورسره همکار وکړي:
''په ټول افغانستان کې امنیتي تدابیر لرو، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ګډه له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ټولو هغو عبادت ځایونو امنیت ساتي، چې د عاشورا ورځ مراسم به پکې ترسره کېږي. ''
ښاغلي دانش په داسې حال کې دا خبره کوي چې د جمعې لمانځه پر مهال د کابل قلعه فتح الله اتم سړک سیمه کې د حسینیه په نوم د اهل تشیعه جومات ته نژدې شوی ځانمرګی برید شوی و، چې ۵ کسان یې وژلي او ۲۰ یې ټپیان کړي وو.
د کابل ایمرجنسي روغتون پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي و، چې د پېښې له ځایه د ۹ کسانو مړي او ۵۰ ټپیان ور وړل شوي دي.
د دانش په خبره بریدګر څلور کسان وو، چې غوښتل یې جومات ته ننوځي، خو پولیسو پېژندلي وو او له هغه وروسته یې یوه په ځان پورې تړلي بارووت چوولي او څلور نور نیول شوي دي. نوموړی وايي له نیول شویو بریدګرو پوښتنې، ګروېږنې روانې دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس برمک د وژل شويو او ټپیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه د پېښې ځای ته ورغلی و.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پېښه غندلې او ویلي یې دي چې ترهګر په دا ډول بریدونو نه شي کولای د سني او شیعه مذهبو تر منځ بیلتون رامنځته کړي.
اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ویلي دغه برید دوی کړی دی. دغې ډلې تېر کې هم د شیعه ګانو پر جوماتونو بریدونه کړي دي.
نږدې یوه میاشت مخکې د اګست پر ۲۴ هم د جمعې پر ورځ د کابل په خیرخانه مېنه کې د شیعه ګانو پر جومات د جمعې لمانځه پر مهال برید شوی و، چې ۲۸ کسان پکې وژل شوي وو او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي وو.
دا برید په داسې مهال شوی چې په دې وروستیو کې د کابل امنیې قومندانۍ د عاشورا په ورځو کې په کابل ښار کې په مذهبي مرکزونو کې د امنیت خوندي کولو ډاډ ور کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا څه موده مخکې د افغانستان حج او اوقافو وزارت ویلي و، په افغانستان کې یې د ټولو جوماتونو د امنیت ساتنې لپاره د ملي امنیت شورا ته یوه طرحه د تصویب په موخه لېږلې ده.
دا برید داسې مهال شوی چې د اهل تشیع لویو مذهبي مراسمو،د عاشورا لسمې، ته یوازې دوې ورځې پاته دي.





















