د طالبانو له منګولو ژغورل شوی کاناډایی

د ویډیو تشریح، د طالبانو له منګولو ژغورل شوی کاناډایی
د خپرېدو وخت

هغه كاناډايی چې له خپلې کورنۍ سره له طالبانو سره تړلې حقاني شبکې له بنده خوشي شوی، وايي د بند پر مهال يې "يوه ماشومه لور وژل شوې، او پر ښځه یې جنسي تېری شوی و".

جاشوا بويل او ميندواره امريکايۍ مېرمن یې پنځه کاله مخکې افغانستان کې د سيلانۍ پر مهال تښتول شوي وو. دوی له دريو ژونديو پاتې شويو ماشومانو سره چې ټول یې د بند پر مهال زېږېدلي وو، بېګا شپه د کاناډا جنوب ختيځ ټورنټو کې ښکته شول.

دوی د امريکا له خوا د معلوماتو له ورکولو وروسته له ډېورنډ کرښې سره څېرمه کورمه اېجنسۍ کې د پاکستان پوځ ژغورلي وو.

ښاغلي بويل له طالبانو غوښتنه وکړه څه چې ورسره پېښ شوي، د هغو دې کره پلټنه وکړي.