افغان سولې ته د اروپايي ټولنې وړاندیزونه
د خپرېدو وخت
د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشره وايي افغانستان کې د پايېدونکې سولې ټينګښت لپاره د حکومتولۍ پياوړتيا او همکارۍ په اړه ټاکلي وړانديزونه لري. فېډېرېکا موګېريني دا خبرې نن کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره ګډ خبري کنفرانس کې کولې. مېرمن موګيريني کابل ته له سفر مخکې پاکستان کې وه، چې وايي پاکستاني مشرانو د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کېدو ملاتړ ښوولی دی. ولسمشر غني بیا وایې د سولې لپاره له جوړ شوي فرصته باید په ډېر احتیاط کار واخیستل شي. نور جزئيات له کابله د صابرعزیز په راپور کې.