ولسمشرغني له خلیلزاد غوښتي د سولې مسوده له سیاسي ډلو سره شریکه کړي

د ویډیو تشریح، کابل کې ولسمشرۍ ماڼۍ له زلمي خلیلزاده غوښتي چې د سولې مسوده دې د افغانستان له سیاسي ډلو سره شریکه او د هغوی نظر دې پرې واخېستل شي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، زلمي خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې جزیات له ولسمشر غني سره شریک کړي او په خبره يې، افغان حکومت تر بحث او مشورو مخکې پر دې هوکړې نظر نشي ورکولی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صديقي نن مازدیګر خبریالانو ته وويل، له ښاغلي خلیلزاد وغوښتل شول چې دغه مسوده د افغانستان له سیاسي ډلو سره هم شریکه او د هغوی نظر هم واخیستل شي.