سلګونه طالب بندیان خوشي شوي
د خپرېدو وخت
نن افغان حکومت تر ټولو ډېر طالب بندیان خوشي کړل. دا کار - د کوچني اختر پر درېیمه ورځ، د سولې هڅو د بریا، د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د چټک پیل لپاره شوی. دا له هغه وروسته چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د طالبانو لخوا د درې ورځني اوربند - په ځواب کې، د نژدې دوو زرو بندیانو د ازادېدو امر وکړ. نن د خوشي شویو بندیانو شمېر سلګونه دی. په عین وخت کې پر ټولنیزو شبکو او یا خواله رسنیو هم د افغانانو لخوا د - اوربند ته دوام ورکړئ - پیغامونه په شرېکېدو دي. زموږ همکاره شازیه حیا بګرام ته ورغلې او د دې بهیر نور جزییات لري.