طالبانو له پاکستانه د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتياو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، HAFIZ ZIA AHMAD TWITTER
د طالبانو د بهرنيو چاورو وزارت چارسمبالي ملا امير خان متقي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير بلاول بهوټو ليدلي سره په تانشکند کې کتلی دي.
د بهرنيو چارو وزارت په وينا په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، منځنۍ اسیا ته د توکو د لېږد، او نورو موضوعګانو په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو د مرستيال وياند حافظ ضيا احمد پر ټوېټر پاڼه ليکلي، "همدا ډول امير خان متقي له ښاغلي زرداري وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خلکو په تګ راتګ او همدارنګه د تجارت په برخه کې د اسانتياوې برابرې کړې."
دوې ورځې وړاندې د افغانستان په اړه ازبکستان کې نړيوال کنفرانس جوړ شو چې د امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې په ګډون د لسګونو هېوادونو او نړيوالو سازمامونو استازو په کې برخه اخيستې وه.
امير خان متقي هم په دغه کنفرانس کې ګډون درلود او پرون يې د يو شمېر امريکایي استازو سره هم ليدلي وو او د په نړيوالو بانکونو کې د افغانستان د کنګل شويو پيسو د ازادولو غوښتنه يې کړې وه.
د یادونې ده چې د تاشکند کنفرانس په اړه د کوربه هېواد لخوا خپر شوې اعلامیه کې ویل شوي د طالبانو له سرپرست حکومته د نړیوالې ټولنې مهمه غوښتنه دا وه، چې افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړي چې په پراخه کچه د خلکو استازولي وکړي.

د عکس سرچینه، BAKHTAR
په ورته وخت کې د طالبانو د رياست الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د جاپان له سره سفير ليدلي دي.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د جاپان سفير تاکاشي اوکاډ وروستۍ زلزلې ته په اشاره، پر نړيوالو غږ کړی چې له افغانستان سره دې له شرطونو پرته بشري مرستې وکړې.
خو نړيوال له طالبانو يو شمېر غوښتنې لري چې په هغو کې نجونو ته د زدکړې اجازه، د لږکيو او مېرمنو د حقونو ورکول، ټولګډونی حکومت جوړول او ځينې نورې غوښتنې شاملې دي.
واک ته د طالبانو بېرته رسېدو راهیسې ډېری بهرنیو هېوادونو او د بشر حقونو ډلو پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو، له محاکمې پرته وژنو او د ښځو د ازادۍ په سلبولو تورن کړي، خو طالبان د بشر حقونو د سرغړونو ډېری رپوټونه نه مني.
نړیواله ټولنه له طالبانو د ښځو او نورو حقونو غوښتنه کوي. طالبانو ژمنه کړې وه چې د بشر حقونو د سرغړونو پلټنه به کوي او د شریعت په چوکاټ کې به د افغانانانو د تعلیم او د وینا د ازادۍ حقونو خوندیتوب ته پام کوي.
اوس مهال له افغانستان سره مرستې يوازې د نړيوالو ادارو له خوا ترسره کېږي.
خو د باختر خبري اژانس په وينا، جاپان ژمنه کړې چې د پخوا څېر به يې مرستې دوام وکړي او وايي د وروستيو زلزلو او سېلابونو له امله اغېزمنو شويو ته يې د افغان سرې مياشتې له لارې مرستې رسولې دي.





















