د ملي بیرغ ورځ؛ افغان سفارتونو کې غونډې شوې؛ خواله رسنیو کې یې هم ورځ لمانځل کېږي

- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
نن (جمعه، د زمري اوومه) د افغانستان د ملي بیرغ ورځ ده. دا نېټه څو کاله وړاندې د جمهوریت پرمهال د ملي بیرغ ورځې په نوم ونومول شوه او هر کال په ځانګړو مراسمو کې لمانځل کېده.
سږ کال په افغانستان کې دننه ډېرو خلکو دغه ورځ په خواله رسنیو کې لمانځلې خو له افغانستانه بهر په ځانګړي ډول په ځینو سفارتونو کې په غونډو کې لمانځل شوې ده.
په هند کې د افغانستان سفارت هم په ځانګړو مراسمو کې د ملي بیرغ ورځ لمانځلې. سفارت پر خپله پاڼه لیکلي:
"دیپلوماتانو، کارکوونکو او په ډهلي کې د علامه سید جمال الدین افغان لېسې استادانو او زده کوونکو د زمري ۷مه چې د ملي بیرغ له ورځې سره سمون خورې ولمانځله. په پروګرام کې تر ملي سرود وروسته وطني ترانې هم د علامه افغان لېسې د زده کونکو لخوا وویل شوې"
"مساپرۍ کې د وطن مینه پرې ماتوو"

د عکس سرچینه، WALI
د بریتانیا په لندن کې هم ګڼ شمېر ځوانان تېره شپه راټول شوي وو او د ملي بیرغ ورځ یې لمانځله. د دغې غونډې یوه همغږي کوونکي محمد ولي همدرد بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل:
"ملي بیرغ زموږ ملي پېژندګلوي ده، د وطنپالنۍ حس راکوي. موږ مساپر یو او چې ملي بیرغ ته ګورو، د وطن مینه پرې ماتوو."
سږ کال که څه هم په افغانستان کې د تېرو کلونو په څېر د ملي بیرغ د لمانځلو لپاره غونډې نه دي جوړې شوي، خو په خواله رسنیو کې ګڼو خلکو د ملي بیرغ انځورونه خپاره کړي.
د نور الله عزیزي په نامه د فیسبوک یوه کاروونکي لیکلي: "د ملي بیرغ شتون د هیوادنۍ مینې، هیوادنۍ اتلولۍ، هیوادني برم او عزت، ملت پانې او نورو ته د خپل هیواد او ملت ورپېژندنې په برخه کې ستر رول او ارزښت لري.
د فیسبوک یوه بل کارونکي نصیر احمد دراني بیا لیکلي"
تېر کل مو په همدې ورځ شمشاد کې د ملي بیرغ ورځ لمانځله. ژوند و, هیلې وې او رنګونه و. اوس ناهېلې ده, بې رنګې ده او هر څه پيکه دي."
طالبانو د واک لومړیو کې ویلي وو چې د افغانستان د ملي بیرغ په اړه به پرېکړه وروسته کېږي، خو د وخت په تېرېدو سره یې د وزیر اکبر خان پر تپې لوی ملي بیرغ او د ارګ په ګډون له ټولو ځایونو ملي بیرغونه راښکته کړل او خپله جنډه یې پر ځای ولګوله.
د افغانستان دری رنګه ملي بیرغ تور، سور او زرغون د لومړي ځل لپاره د شاه امان الله خان د وخت لويې جرګې لخوا تصویب شو. له هغې مخکې د افغانستان بیرغ په منځ کې د یوه دولتي نښان له لرلو سره تور رنګ درلود.

د عکس سرچینه، Embassy of Afghanistan - New Delhi
د امان الله خان له واکمنۍ نژدې پنځوس کاله وروسته هم د امانیه د دورې بیرغ د اعتبار وړ و خو له هغې وروسته هېواد کې سیاسي وضعیت بدلېدو سره ملي بیرغ کې هم بدلونونه راغلل.
د بېلګې په توګه په شپیتمه لسیزه کې د خلق دیموکراتیک ګوند تر رهبرۍ لاندې حکومت د افغانستان د بیرغ رنګ سور وټاکه چې د خلقیانو ځانګړی نښان هم پکې و.
له هغې وروسته په اویایمه لسیزه کې د مجاهدینو حکومت بیا د افغانستان د بیرغ لپاره تور، شین او سپین رنګونه غوره کړل.
د طالبانو په لومړنۍ پنځه کلنه دوره کې بیا د افغانستان بیرغ سپین رنګ ته بدل شو چې په منځ کې يي کلمه هم لیکل شوي وه او له بیا واکمنېدو سره اوس هم خپله همد جنډه د ملي بیرغ پر ځای کاروي.
خو د افغانستان په ګڼو سفارتونو کې لا هم د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ کارول کېږي او همدا راز په نړیوالو غونډو یا لوبو کې هم همدا بیرغ د افغانستان د سمبول په توګه رپول کېږي.





















