داعش ډله وايي، د بغلان ولايت يوه جومات کې ځانمرګی برید دوی کړی

اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د افغانستان بغلان ولایت په یوه جومات کې د هغه پروني برید مسوولیت منلی چې اووه تنه پکې ووژل شول.
داعش وسله والو په ټیلیګرام خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي، د دوی یوه ځانمرګي بریدګر د بغلان مرکز پلخمري په جومات کې دا چاودنه کړې.
له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي و، د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار په یوه جومات کې چاودنې ۷ تنه وژلې او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه چاودنه د پلخمري ښار په دوهمه ناحیه کې د "امام زمان" د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې وه.
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر مصطفی هاشمي له بی بي سي سره په خبرو کې د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د وياند له خولې دا "ځانمرګی بريد" بللی.
د دې پېښې د قربانیانو په اړه ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي.
طالب چارواکو ویل په دې برید کې اوه تنه وژل شوی او پنځلس نور ټپیان دي، خو ځینو رسنیو د سرچینو په حواله رپوټ ورکړی و چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر له دې ډېر زیات دی.
د ایران تسنیم خبري اژانس د ځايي سرچینو په حوله رپوټ ورکړ چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
ځینې نورو رسنیو بیا د وژل شویو شمېر لږ تر لږه اتلس او د ټپیانو شمېر لسګونه تنه ښوولی.
د شیعه مذهب پلویانو یوه خطیب پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې د مرګ ژوبلې شمېر له رسمي ډېر لوړ دی، او پام کې ده چې نږدې راتلونکې د تلفاتو کره شمېر معلوم شي.

د عکس سرچینه، SCREENSHOT OF VIDEO
سيمې يو اوسېدونکی شمس الله چې همدغه جومات ته څېرمه دوکان لري، بي بي سي ته وویل، هغه مهال چې غوښتل يې جومات ته ننوځي زوروره چاودنه وشوه.
نوموړي وویل: "ټپیان او یو شمېر مړي او شهیدان مو روغتون ته یووړل. ډېر حالت خراب و. دوستان، خپلوان، ملګري او ځینې ګاونډیان مو ټپيان شوي چې په ملکي روغتون کې دي. زموږ له اوو تر اتو ګاونډیان شهیدان شوي. د مړو شمېر تر اوسه معلوم نه دی، څېرې يې نه پېژندل کېږي."
دی وايي، د چاودنې پر مهال شاوخوا څلور سوه کسان په جومات کې وو. یوه ځايي خبریال بیا د ځايي اوسېدونکو له قوله بي بي سي ته وویل چې چاودنه په لومړي کتار کې شوې.
په تېرو وختونو کې هم د داعش خراسان څانګې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د شیعه ګانو پر جوماتونو مرګوني بریدونه کړي دي.




















