د کابل چاپ ورځپاڼې- د جوزا ۱۷مه، د اتمر او صالح استعفاوې
د کابل چاپ ننيو ورځپاڼو تر ډېره د دوو لوړ پوړو امنيتي چارواکو د استعفاوو په تړاو ليکنې کړې دي.

ويسا ورځپاڼې خپله سرليکنه په دې ټکو پيل کړې چې ايا د اتمر او صالح استعفاوې د سمون پر لور ګام کېدای شي؟
ورځپاڼه ليکي دواړو مشرانو پخپلو کمزوريو اقرار کړی چې دا تر ډېره بريده نوی جريان او نوې پېښه ده.
ورځپاڼه ليکي د کورنيو چارو په وزارت او ملي امنيت دواړو ادارو کې ستونزې شته خو وايي که ولسمشر اوس پکې نور سم وطپنال خلک په دندو وګماري نو دغه استعفاوې به د سمون پر لور يو ګام شي ، او که دغه ادارې نالايقه او ناسمو کسانو ته وسپارل شي نو حالت به تر بد بتر شي. ورځپاڼه پر ولسمشر غږ کوي چې ددغو کسانو لپاره سم ځايناستي پيدا کړي .
خدمتګار ورځپاڼې ليکلي د کورنيو چارو د پخواني وزير او دملي امنيت د پخواني رييس استعفا ورکول په حقيقت کې د چارواکو او دولت له خوا د واک د انحصار او څوکۍ پالنې د دود ماتول او يو ښه ګام ګڼل کېږي.
وايي دا د ولس پخوانۍ هيله وه چې څوک د کار وړتيا نه لري بايد له دندې لري شي . ورځپاڼه ليکي چې په ډېرو نورو حکومتي څوکيو کې هم ډېر داسې کسان کار کوي چې نه مسلکي وړتيا لري او نه تجربه ، نو بايد هغوی هم خپلې دندې پرېږدي .
افغان جرګې ورځپاڼې ليکلي چې په دندو کې د پاتې راتلو له امله د دوو لوړ پوړو امنيتي چارواکو استعفاوې ورکول او د ولسمشر له لوري د هغو منل د هغه يو مسولانه ګام دی چې د سالمې حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره يې واخيست .
هېواد حکومتي ورځپاڼې ليکلي چې استعفا هم اخلاقي زړورتيا ده هم ولسواکي ته ژمنتيا ، خو وايي د استعفا مفهوم دا نه دی چې يو تن له څوکۍ لري او بل پرې کينې بلکې اصلي مفهوم يې دا دی چې ټولو اړوندو چارو ته نوې کتنه وشي چې له مخې يې بايد په چارو کې شته نيمګړتياوې لري شي.
سرنوشت ورځپاڼه بيا ليکي چې د دوو چارواکو استعفاوې بسنه نه کوي بلکې په دولتي چارو کې بنسټيز بدلون ته اړتيا ده .
ورځپاڼه ليکي چې د کورنيو چارو پخوانی وزير او د ملي امنيت پخوانی رييس دواړه د نورو چارواکو په پرتله پخپلو کارونو کې بريالي ول چې وايي استعفاوې به يې زيان هم ولري خو وايي که يې ځای ناستي سم وي نو استعفا به يې ګټه وکړي.
ورځپاڼه ليکي ددوی استعفاوې ټولو هغو چارواکو ته يو پيغام دی چې سم کار نه کوي .
ورځپاڼه وايي که ولسمشر غواړي چې په دغو ادارو کې سمون راشي نو د يوه سړي په لري کولو نه راځي بلکې په ادارو کې بايد بنسټيز بدلونونه راولي .
او په اخر کې باختر ورځپاڼه رااخلو چې ليکي د ښاغلي اتمر او ښاغلي صالح له لري کېدو سره که په چارو کې ډېر بدلون هم را نه شي خو بيا هم د هغوی استعفاوې ځکه ارزښت لري چې خپله ناکامي يې و منله او بيا يې دندې پرېښودې.
ورځپاڼه ليکي د امنيت ټينګښت او له فساد سره مبارزه د افغانانو دوه غوښتنې دي خو په وينا يې دغه غوښتنې يواځې د ښې حکومتوالۍ له لارې پوره کېدای شي.
ورځپاڼه په اخر کې ليکي چې د ولسمشر دغه ګام خلکو ته هيلې ورکړې او تمه لري چې دغه بهير ته به دوام ورکړي .





















