جاپانيان له حامد کرزي د فساد ختمولو غوښتنه لري

    • Author, ايمل پسرلى
    • دنده, له لندنه
  • د خپرېدو وخت

جاپانيان وايي پر کرزي به ټينگار کوي چې حکومت والي ښه کړي

ولسمشر حامد کرزى جاپان ته په پنځه ورځني سفر خوځيدلى دى او ويل کيږي چې د توکيو چارواکي به د افغان حکومتدارۍ يا حکومت والۍ او اداري فساد په برخه کې معلومات غواړي .

په نړيوالو مرستندويانو کې جاپان د افغان حکومت يو مهم ملاتړى دى . تير کال توکيو د افغانستان د بيا رغاونې لپاره د پنځه ميليارده ډالرو ژمنه وکړه .

دا جاپان ته د ولسمشر کرزي څلورم او ښايي تر ټولو گران سفر دى .

په توکيو کې د بهرنيو چارو وزارت وايي جاپاني مشرتوب هوډ لري چې له ولسمشر کرزي سره د افغان حکومت پر ننگونو خبرې وکړي .

د دوى په گومان کابل بايد د حکومت والۍ ښه کولو ته کار وکړي .

جاپان مني چې دا کار اسانه نه دى خو پوهيږي چې جاپاني ولس د خپل هر لگول شوي ډالر حساب ترې غواړي .

د نړيوال رڼښت يا شفافيت د څار ټولنه وايي د فساد له پلوه په ټوله نړۍ کې يوازې سوماليا تر افغانستان وروسته ده .

طبعيي زيرمې

د افغانستان طبعيي زيرمې هم د جاپان د بهرنيو چارو د وزارت له خولې د خبرو يوه موضوع ده.

په روانه اوونۍ کې رپوټونه خپارۀ شول چې افغانستان د زرو ميليارده ډالرو په ارزښت طبعيي زيرمې لري .

جاپان به يو وار بيا ولسمشر کرزي ته دا په ډاگه کوي چې د دوى د پيسو د ښې لگونې ډاډ ورکړي .

ولسمشر کرزى به له وسله والو مخالفانو سره د خپلو تگلارو په اړه جاپاني مشرتابۀ ته معلومات ورکوي او د دغو پلانونو د عملي کولو لپاره به ترې د مالي مرستو غوښتنه لري .

ولسمشر کرزى پوهيږي چې جاپان ته د دۀ د پخوانيو سفرونو په پرتله اوس له دۀ غوښتنې او هيلې ډيرې دي ، که پکې پاتې شي نو د نړۍ په روان اقتصادي بحران کې د مرستو ترلاسه کول ورته اسانه نه دي .