داود جنبش
لندن

په رسنيو کې د وړيا قانوني تبلغيانو ترڅنگ، په دې بهير کې له لسگونو نورو وسيلو او امکاناتو نه هم گټه اخيستل کېږي چې لاسرسى ورته له يوه کانديد نه تر بله توپير کوي.
څه باندې دوه اوونۍ کېږي چې د افغان ولسي جرگې بلې دورې ته ولاړو کسانو راى ورکوونکو ته د خپلو ځانو او پروگرامو پر پېژندنه پيل کړى دى.
دا هلې ځلې به د ټاکنو تر درشله چې د وږي (سنبلې) پر ٢٧ کېدونکې دي، روانې وي.
په رسنيو کې د وړيا قانوني تبلغيانو ترڅنگ، په دې بهير کې له لسگونو نورو وسيلو او امکاناتو نه هم گټه اخيستل کېږي چې لاسرسى ورته له يوه کانديد نه تر بله توپير کوي.
د تبلغيانو لپاره د کانديدانو مالي سرچينې هم تر ډېره د پرتلې وړ نه دي.
دا بهير د ټاکنيزو تبلغياتو د ځانگړي قانون له مخې تنظميږي چې لا دمخه ترې د سرغړونو خبر ورکړ شوى دى.
نو دغه تبليغات څنگه وڅارل شي چې عادلانه راوخېژي؟
غواړو په دې اړه له تاسې واورو. موږ ته پر pashto@bbc.co.uk برېښنا ليک راواستوئ اويا پر دي شمېره د پنجشنبې پر ماښام مخامخ خپرونې ته زنگ راووهئ: 00442078360331
بله لار يې اېس اېم اېس يا پر موبايل ټېلېفون لنډ ليکلى پيغام دى چې دې شمېرې ته يې راستولى شئ: 00447786208888
ستاسې غږ خپرونه د پنجشنبې پر ماښام - د ټاکنيزو تبلغياتو معيارونه او د څار لارې يې.
نوماندانو د خپل تبلغياتو په همدا پيل کې قانون تر پښو لاندې کړى دى. حکم دادى چې خپل پوسټرونه به په سرېښو نه نښلوي، خو نښلوي يې.
له ولسي جرگې نه هم سوداگري جوړه شوې ده. دومره پيسې له کومه شوې چې دوى يې لگوي. چې يو ځل وکيلان شي نو بيا به يې پر نورو لارو بېرته گټي.
ټاکنو ته ولاړ ډېر کسان د فساد له لارې تر لاسه کړې پيسې لري چې دا پخپله د فساد يوه غوره بېلگه ده.
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .