داود جنبش
لندن

د ولسي جرگې د ټاکنو پر بهير د شکايتونو جديت او د څېړنې څرنگوالى يې، د پنجشنبې پر ماښام ستاسې غږ خپرونه کې.
ولسمشر حامدکرزي پر خپلو چارواکو غږ کړى چې له کورني يا بهرني فشار پرته هغو سلگونو شکايتونو ته ځواب ومومي چې د وږي د ٢٧ نېټې په ټاکنو کې د سرغړونو په تړاو اړوند کميسيون ته رسېدلي دي.
چارواکي اړ دي چې په يوه مياشت کې هغوى وپلټي.
په هغوى کې يو شمېر د لويې څارنوالۍ په وينا، ښايي دومره جدي وي چې وروستۍ نتيجې واړوي.
د ټاکنو يوه څارونکې ډله – فيفا وايي، ډېرې سرغړونې سيمه ييزو زورواکو او ټوپکوالو کړي چې په کې د صندوقونو يو ځايي ډکول، څو ځلې يا د بل پر ځاى رايه ورکول راځي.
خو دغه سرغړونې رېښتيا څه دي او څه ډول يې غم خوړل کېدلى شي؟
غواړو ستاسو کتنې واورو اوکه پوښتنې يا غوښتنې لرئ د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون له استازي سره يې شريکې کړو.
د پنجشنبې پر ماښام مخامخ ستاسې غږ خپرونې ته پر دې شمېره زنگ راووهئ:٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ او يا که مو غوښتي وي، دې پتې ته برېښناليک راواستوئ: pashto@bbc.co.uk
د ولسي جرگې د ټاکنو پر بهير د شکايتونو جديت او د څېړنې څرنگوالى يې، د پنجشنبې پر ماښام ستاسې غږ خپرونه کې.
برېښنا ليکونه:
ايا دهغه چارايې به چي د ولسي جرګې په انتخاباتوکې يې درغلۍ کړې وي باطلي وشميرئ که نه ؟
تراوسه مو په دې باره څه اقدام کړى، او که يې وکړئ څه ډول اقدام به وي ؟
ويل يې ټگي به نه وي، وه! ويل يې رنگ به نه پاکېږي، پاک شو! ويل يې کارت به دوه ځل نه کارېږي،وکارېده!
د اوسني نظام د بنسټ ډبره کږه اېښودل شوې ده . له ۲۰۰۱ ميلادي کال را وروسته په کوم کارکې ټګۍ اوبرګۍ نه دي شوې؟ ښاغلي ولسمشر تر اوسه دومره کمېسيونونه او مشاورين ټاکلي چې شمېره يې ده ته هم نه ده معلومه. که چيرته په رښتيا دشکايتونو کمېسيون خپلواک وي، داټاکنی بايد له سره و شی ، چې البته دا خبره نه له مالي او نه له سياسي پلوه شونې ښکاري او نړيواله ټولنه او اوسنی نظام هم په اوبو کې لوټه ږدي اوپښه پرې ږدی! والله که دا وړۍ شړۍ شي .
ولې د کانديدانو لپاره معيارونه نه و؟ ډېری ولاړو کسانو بيا هم زده کړې نه درلودې.
هر چا چې په ټاکنو کې درغلۍ کړې وي سخت چلند دې ورسره وشي. ځکه دوى د خلکو لپاره نه ، بلکې يواځې د خپلو گټو لپاره پارلمان ته تگ غواړي.
ښاغلی ميلمه په ټاکنو کې درغليو ته په پام سره د ټاکنو مشروعيت ته د کميت او کيفيت له مخې په کومه سترګه ګورئ؟
انتخابات مكمل ناكام و، طالبانوخلك پرېنښودل چې په انتخاباتوكې گډون وكړي، جعلي رايې ډېرې زياتې وكارول شوې.
په خوست کې په ځينو ځايونو کې د وسلې له لارې د ټاکنو کارکوونکي تهديد شوي او ورته په ډاګه ويل شوي چې پر دې مرکز ما پيسې ورکړې، که زما په ګټه کار ونه کړیء نو ستا لپاره به بدې پايلې ولري. د کميسيون چلند به د دا ډول پېښو پر وړاندې څه وي؟ او بل داچې هغه کوم ډول عمده تخطي ګانې دي چې يو نوماند سره له دې چې زياتې رايې يې اخيستې وي له ليست څخه غورځولى شي؟
په ننګرهارکې له کانديدانو څخه يوه ويل: " زماحالت په دې انتخاباتوکی خراب وو نو ورځم چې د پيسو اويا له کومی بلې لارې څخه يې غم وخورم."
د افغانستان لپاره دا د امريکا يوه ډرامه وه چی خلاصه شوه او جنجالونه يې روان دی.
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .