د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون: د شکايتونو ارزول درې اوونۍ وخت غواړي

- Author, هميم جلالزی
- دنده, له کابله
- د خپرېدو وخت
د ولسي جرګې له ټاکنو څه باندې يوه مياشت تېره شوې ده. تر دې مهاله د شکايتونو د کمېسيون له لوري د لسګونه محلونو رايې باطلې شوې او لسګونه کسان تورن شوي چې په په ټاکنو کې يې درغلۍ او لاسوهنې کړې دي .
ددغه کمېسيون وياند احمدضيا رفعت وايي د ټاکنو کمېسيون ورته اوس تازه تازه څه باندې سل نور نوماندان ورپېژندلي چې په ټاکنو کې پرې د درغليو شک دی:
(( د ټاکنو د کمېسيون له لوري 96 نوماندان په ټاکنو کې د سرغړونو او لاسووهنو په تور او د امنيتي ادارو له لوري 24 نوماندان ددې تور له امله چې هوډ يې درلود د ولسي جرګې په ټاکنو کې پخپله ګټه جعلي کارټونه وکاروي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ور پېژندل شوي دي .
دغه کمېسيون د عادلانه پرېکړه لپاره هر تورن ته پېنځه ورځې وخت ورکوي چې د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د ځان دفاع وکړي. ))
ښاغلي رفعت وويل د يکشنبې د ورځې پر مازيګر د ټاکنيزو شکايتونو د اخيستلو وخت پای ته رسي خو دده په وينا له ټاکنو تر اوسه پورې ورته څه کم پېنځ نيم زره شکايتونه رسېدلي دي .
دغه کمېسيون وايي تر دې مهاله يې څه باندې يو نيم سل شکايتونه ارزولي دي او هڅه يې دا ده چې په راتلونکو دريو اونيو کې ټول شکايتونو وارزوي.
د ټاکنو د ورستيو پايلو اعلان هم د شکايتو په ارزولو پسې تړلی دی ا و د ښاغلي رفعت په وينا دوی ته يو شمېر داسې شکايتونه هم رسېدلي چې کېدای شي د ټاکنو پر پايلو اغېزه وکړي.
دغه راز د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي د هرات ولايت يو نوماند يې هم د نوماندۍ له حق څخه بې برخې کړی دی . لامل يې دا ښيي چې دغه نوماند پر خپل وخت له دولتي دندې څخه استعفا نه وه ورکړې . د لومړنيو پايلو له مخې نثاراحمدفيضي د برياليو نوماندانو په ډله کې وه.





















