د چین لومړی وزیر په هند کې

- Author, ژباړه:
- دنده, خوشحال تایب
- د خپرېدو وخت
چین اوهند په نړۍ کې دوه مشهورهېوادونه دي چې ددواړو اقتصاد په پراخه او چټکه توګه غوړېدلی دی.
د چهارشنبې په ورځ د چین لومړی وزیر له هند څخه خپله لیدنه پیل کړه ، له هندي چارواکوسره به ددوی لیدنه د پام وړ او ارزښتناکه وي.
دواړه هېوادونه د ګاونډیتوب تریخ تاریخ سره لري، خو بل خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په چټکه توګه پراخیږي.
په کلکتې کې سهار وختي مارکیټونه یو څه بدلونونه ښکاري، ډېری خلک میوې او سبزۍ له سیمه ایزو چینایانو اخلي چې له پېړیو راهیسې دلته میشت دي.
د چین او هند لر لید ښيي چې ښايي په راتلونکې کې د نړۍ یو ځواکمن سوداګریز مرکز جوړ شي.
سیمه ایز سوداګر پریتمويي چکروتي له هنده توکي اخلي او په چین کې یې پلوري، دی وايي د دغو دو سترو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه او ډېره لویه ده:
((دا له حده وتلې ده، موږ له سیاسي پلوه د یوې ښې راتلونکې په تمه یو، اقتصاد تل سیاستوال جوړې ته رابولي، او دا ممکنه ده ځکه دا دواړه هېوادونه اوږده تاریخي میراثونه لري. دواړه هېوادونه په سوداګرۍ پوه دي.
هغه شان تجربې چې چین یې کوي موږ یې نه کوو، خو موږ به یې حتمآ له دوی زده کړو)).
اوس مهال د سوداګرۍ په برخه کې د چین تله درنه ده، لکه څنګه چې چین په هند کې د انرژۍ مرکزونه یا ستیشنونه جوړوي نو په همدې وخت کې د هند معلوماتي ټکنالوژی یا اې ټي کمپنیو په چین کې پراخې پانګونې کوي.

پوښتنه دا ده چې نوې سوداګریزې اړیکې به ټولې زړې سیالۍ هېرې کړي، هغه جګړه چې پنځوس کاله وړاندې د پولې پرسر رامنځ ته شوې وه، او چین په دې وروستیو کې په پاکستان، سریلانکا او برما کې د ژورو اوبو د بندرونه د جوړولو نوښت په لاس کې اخیستی دی، چې دا ټول د هند د سمندري پولو په شاوخوا کې دي.
د ستراتیژیکو چارو یو مشهور کارپوه سي راجا موهن وايي دغه چاره د ګواښ پر ځای تر ډېره یوه ننګونه بلل کیږي:
((دواړه غوړېدونکي ځواکونه غواړي چې ستر سمندري پوځونه جوړ کړي.دواړه خواووې له خپلو سمندري پولو لېرې عملیات ترسره کول غواړي موږ د یو بل په پله پل ږدو.
نو دلته د زیرکۍ خبر داده چې له یو بل سره داسې معامله وکړو چې د یو بل د پله پر پله د اېښودلو پر وخت په سمندري پولو او یا نورو برخو کې د کړکیچ د نه رامنځته کېدو ډاډمنتیا موجوده وي)).
د چین او هند ترمنځ په اوږده غرنۍ پوله کې ستونزې لا ژورې دي، د هند په شمال ختیځ کې د تاوانګ سیمه ، هغه سیمه ده چې چین لا هم دعوا پرې لري. تر هغې هم حساسه خبر دا چې زیاتره تبیتي ټولنې په تاوانګ کې اوسیږي.

کله چې تېر کال د تبتتیانو یو مذهبي مشر دالایلما هلته له خپلو پلویانو سره لیده کاته وکړل نو بیجینګ ېې سخت قهرولی و.
په کلکتې کې یو شمېر زده کوونکي د چیني ژبې په زده کړو بوخت دي، او دا چې په چین کې دیموکراسي نشته او له دالایلما سره هم ستونزې لري.
دا په هند کې دومره مهمه مسله نه ښکاري، خو نور بیا د چین لاس ته راوړنې ستایي.
((چین د هند په پرتله چې موږ یې ستره دیموکراسي بلو، خپل هېواد په ښه توګه سمبالوي، هغوی ډېر پرمختګ کړی دی، او اصلي لامل یې د هغوی خلک دی، هغه لارې چارې چې دوی یې کاروي، او دوی ډېر سخت کارکوونکي دي)).
چین اوس پر بازار خپله واکمني ټینګه کړې ده، او تر راتلونکو شلو کلونو پورې به بازار ددوی له توکو ډک وي.
چین او هند نړۍ د وګړو څلویښت سلنه جوړوي، خو د هند ډیری وګړي ځوانان دي، او دا به د هند لپاره د اوږدې مودې ګټې رامنځ ته کړي.
که هند له ګاونډي هیواد چین سره ځان برابرول غواړي چې لا یې هم اوږده لار په مخ کې پرته ده نو د وروسېدو لار یې ډیموکراسي نه بلکې دیموګرافي ده.





















