پاکستاني سياستوالو پر ټلويزیون يو بل ته سپکې سپورې ويلي

د پا کستان د سترو سياسي گوندونو مشرانو په ملي تلويزيون يوه ژوندي بحث کې يوه او بل ته په سختو ټکو کې سپکاوى وکړ.
دغه بحث پر داسې مهال په ژوندى بڼه خپريده چې د هيواد ولسمشر اصف علي زرد اري چټکې هڅې کوي چې د خپل ايتلاف يو مهم ملگری له حکومته له وتلو را وگرځوي .
بحث وروسته له هغه جدي شو چې د پا کستان د مسلم ليک نواز گوند يوه لوړ پوړي غړي چوهدري نصار وويل چې د واکمن ايتلاف اېم، کيو، اېم يا متحده قومي غورځنگ گوند غړي په تاوتريخوالي اوبنسټپالنې کې ښکيل دي .
د پا کستان د ملي تلويزيون په دغه بحث کې دغه تور ته ځواب د تمې خلاف تر دې هم ډير توند وو .
د اېم، کيو، اېم مشرانو په ښاغلي نصار ملنډې ووهلې ، ويې ويل چې هغه لکه د انگليسي د خندونکو فلمونو کميډي ستوري مسټر بن غوندې ښکاري .
تر دې وروسته يې نيغ په نيغه په خپله د مسلم ليک ن پر مشر او پخواني لومړي وزير نوازشريف خوله ور پرانيسته اوله يو لړ سپکو سپورو سره جوخت يې هغه پک وباله او د هغه لور يې د سپکو حرکاتو په لرلو تورنه کړه .
پر تلويزيون دغه بحث همداسې پر شخصي سپکاوي روان پاتې شو او د اېم، کيو، ام پر مشر الطاف حسين هم د رواني او خلاقي ضعف تورونه ولگېدل .
پر همدې مهال د متحده قومي غورځنگ مشر خپلو پلويانو ته د صبر کولو سپارښتنه کړې او ويلي ېې دي چې هيواد يې له سخت سياسي پړاو تيريږي او دوی دې د پا کستان د ښه والي په فکر کې و اوسي .
دغه بحث د پا کستان د رسنيو او خلکو په منځ کې يوه توده موضوع گرځيدلې .
ډيرو کتونکو د پاکستان د وتلو سياستوالو ترمنځ په داسې حالاتو کې چې پا کستان د سياسي کړکيچ د ويرې سره مخامخ ده د دغه ډول بحثونو او ناسمو ټکو د کارولو په اړه نهيلې څرگنده کړې.
دوی وايي چې په دا ډول حالاتو کې د ورته شخصي تورونو لگيدل پا کستان نور هم له جدي ستونزو سره مخا مخ کوي .
بل خوا په پا کستان کې د يوسف رضا گيلاني د حکومت د ټيکاوو منډو ترړو زور اخيستى او ولسمشر زرداري هڅه کوي چې د واکمن گوند همدا مهم ملگرى اېم، کيو، اېم گوند د حکومت له اډانې له وتلو را وگرځوي .





















