جوزيف بلاټس وايي د سولې د راتګ لپاره جګړه اړينه ده

جوزيف بلاټز
د عکس تشریح، ښاغلی بلاټز وايي د سولې خبرې او پوځي عمليات د يو بل مخه نه نيسي . او د تاوتريخوالي له اړخه ډېره اسانه ده چې دا ستونزه حل شي . هغوی کولای شي له تاوتريخوالي لاس واخلي ، اساسي قانون ومني او خلک خوندي کړي .
    • Author, فريبا ظاهر
    • دنده, له کابله
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايې په نوي کال کې به د ترهګرۍ پر وړاندي خپلې جګړې ته لا زور ورکړي او پر وسلوالو مخالفينو به فشار هم ډېر کړي .

ناټو د پوځي زور کارونې خبره داسې مهال کوي چې د سولې عالي شورا له مخالفينو سره د خبرو د لارو چارو بهير پيل کړی او انګېرنې دادي چې ښايې د عملياتو دوام د سولي پر بهير ناوړه اغېز ولري .

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو وياند جنرال جوزيف بلاټز بي بي سي ته وويل په دغه هېواد کې د امنيت ټينګول ددوی د لويو اهدافو لکه ښه حکومتولي ، بيارغونې، د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه او داسي نورو تر څنګ يو هدف دی ، خو ټينګار يې دا دی چې ددغو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره امنيت د يوه مخکيني شرط په توګه يوه ستره اړتيا ده .

جنرال بلاټز وويل د همدې موخې لپاره به په ۲۰۱۱ کال کې د اورپکۍ پر ضد جګړه چټکه کړي: (( موږ د بل هرکار لپاره د يوه مخکيني شرط په توګه پياوړي امنيت ته اړتيا لرو.

زه په دغه هېواد کې د نورې جګړې اړتيا وينم، ځکه لا هم دلته تاوتريخوالی شته او طالبان په بېلا بېلو سيمو کې په پرله پسې ډول جرمي فعاليتونه تر سره کوي . له همدې کبله اړتيا ده چې په هر ځای کې وليدل شي بايد تر فشار لاندی راشي .))

په افغانستان کې د جګړو د دوام خبري داسي مهال کېږي چې د سولي عالي شورا د حکومت له مخالفينو سره د سولې او مذاکراتو پر لارو چارو غور کوي او په همدې موخه يې په دې وروستيو کې يو پلاوی پاکستان ته تللی چې په دې لاره کې د هغه هېواد ملاتړ تر لاسه کړي .

د سولې شورا په هېواد کې دننه هم د سولې هڅې پيل کړې ، خو پوښتنه داده چې د سولې د خبرو پيل او د ترهګرو پر وړاندي د عملياتو دوام به په يوه وخت يو د بل مخه ډب نه کړي؟

ښاغلي بلاټز وويل: (( د سولې خبرې او پوځي عمليات د يو بل مخه نه نيسي . او د تاوتريخوالي له اړخه ډېره اسانه ده چې دا ستونزه حل شي . هغوی کولای شي له تاوتريخوالي لاس واخلي ، اساسي قانون ومني او خلک خوندي کړي .))

ځينې داسي راپورونه خپاره شوې چې وايي افغان حکومت له ناټو ځواکونو غوښتي چې د سولي او مذاکراتو د لا ښه بريالیتوب په موخه خپل پوځي عمليات که بندوي نه نو لږ تر لږه را کم دې کړي.

خو ناټو وايې له دوی څخه نه يوازي داسې غوښتنه نه ده شوې، بلکې افغان ځواکونه پخپله په ډېرو برخو کې په ګډه پر مخ ورسره ځي .

په همدې حال کې حکومت وايې ددوی دريځ د تل په څېر دادی چې ناټو دې د خپلو عملياتو پر مهال د دوی لخوا ټاکل شوي معيارونه په پام کې ونيسي .

ناټو چارواکي وايې په افغانستان کې د نا امنيو په ګډون پېچلې ستونزې شته چې د هغوی د هواري لپاره ترکيبي غبرګون ته اړتيا ده چې هم خبرې او هم جګړه پکې وي.

په همدې هدف امريکا پتېيلې چې په نژدې راتلونکې کې به افغانستان ته نور ۱۴۰۰ نور سرتېري را واستوي .