عبدالله ستانکزی
له کابله

د حکومتي شمېرو ترمخه سږکال به له ٦٠٠٠٠ څخه زياتو زده کوونکو ته په پوهنتونو کې داخله ورکوي، خو لوى شمېر نور به له پوهنتونو پاتې کېږي .
د افغانستان پوهنتونونو ته د زده کوونکو د جلبولو لړۍ روانه ده، دا پروسه په ولايتونو کې بشپړه شوې، خو په کابل کې دوام لري .
د حکومتي شمېرو ترمخه سږکال به له ٦٠٠٠٠ څخه زياتو زده کوونکو ته په پوهنتونو کې داخله ورکوي، خو لوى شمېر نور به له پوهنتونو پاتې کېږي .
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
دا چې هغه زده کوونکو سره چې پوهنتونونو ته لاره نه پيدا کوي په اړه يې څه پروگرام موجود دى، ايا د کار موندل لپاره يوازې لوړې زده کړې بايد لازمي وي، د کانکور په لړ کې کوم ډول ستونزې په مخ کې وې يا شته چې راتلونکې کې يې هوارول سره دا بهير اسانه شي، کومې سيمې چې د جگړو له امله اغېزمنې دي هلته حکومت په دې لړ کې څه کوي او يا بايد څه وکړي .
ددې اوونۍ ستاسې غږ کې په دې اړه ستاسې پوښتنو ته د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د خپرونو ريس او وياند، پوهنمل عبدالعظيم نوربخش ځوابوي .
که تاسې غواړئ په دې پروگرام کې برخه واخلئ، د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١
زنگ راووهئ يا هم په ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨
ايس ايم پيغامونه راولېږئ
دغه راز
Pashto@bbc.co.uk
له لارې هم خپل نظرونه راستولى شئ.
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .