بشري حقونه: د جګړې ښکېلې غاړي بايد ولسي خلک و نه وژني

- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, له کابله
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون وايي په ۲۰۱۰ کال کې تر څلور سوه زياتې ښځې د جګړې د ښکېلو غاړه ترمنځ شخړو کې وژل شوې دي.
پر همدې مهال د دغه کمېسيون چارواکي وايي په تېرکال کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ۱۱۰۰ داسې پېښې هم شوې چې له کبله يې ښځې وژل شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون د ملکي تلفاتو، په تېره د ښځو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه د جګړې له ښکېلو غاړو د کوټلو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون د ښځو د مرګ ژوبلې د زياتېدو خبره داسې مهال کوي چې د بشري حقونو يو شمېر سازمانونو په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د ملکي تلفاتو د کچې په زياتېدو اندېښنه ښوولې ده.
که څه هم د بشري حقونو کمېسيون په افغانستان کې د جګړې له امله د ملکي تلفاتو په اړه کره شمېره ور نه کړه ، خو ويې ويل چې په ۲۰۱۰کال کې ۲۷ په سلو کې ملکي تلفات زيات شوي دي.
د دغه کمېسيون اجراييوي مشر محمد موسی محمودي بی بي سي ته ووېل په تېر ميلادي کال کې يوازې د بمباريو او چاودنو له امله تر ۴۰۰ زياتې ښځې وژل شوي دي:
(( متاسفانه، کله چې موږ په يوه ټولنه کې د جګړې يادونه کوو اصلي قربانيان يې د خلکو هغه قشر دی چې دفاع نه شي کولای ، هغه چې د تېښتې لاره نه لري او هغه چې له شخړو د خونديتوب چاره ورسره نشته. ښځې د دغه تاوتريخوالي اصلي قربانيانې دي . او د شمېرو له مخې موږ يوازې تېرکال د ۴۱۷ په شاوخوا کې ښځينه ملکي قربانيانې لرلې.))
ښاغلي محمودي پر افغان حکومت ، په افغانستان کې پر مېشتو بهرنيو ځواکونو او د حکومت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د جګړې پر مهال د ملکيانو د خونديتوب په موخه نړيوالو اصولو ته پام وکړي.
ده د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې له داسې جګړه يزو تاکتيکونو کار واخلي چې په کې د ملکي تلفاتو کچه را ښکته شي.
ښاغلي محمودي دغه راز وويل په ټوليز ډول په ۲۰۱۰ کال کې د جګړې او کورني زورزياتي په بېلا بيلو پېښو کې تر ۱۱۰۰ زياتې ښځې وژل شوي دي:
(( په تېرکال کې د بشري حقونو کمېسيون تر ۱۱۷۰ زياتې هغه پېښې ثبت کړي چې د ښځو د وژل کېدو لامل شوي .
په دغو کې د جګړو ، بمباريو او ناوړه دودونو له امله وژنې او دغه راز د ځان سوځونې ، جنايي او ناموسي وژنې شاملې دي چې دا يوه لويه شمېره ده.))
د افغانستان د بشري حقونو له لوري د ملکي زيانونو په اړه دغه شمېرې داسې مهال ورکول کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د څار يوه سازمان په خپل کلني راپور کې ويلي ول په ۲۰۱۰ کال کې تر ۲۴۰۰ زيات ولسي وګړي وژل شوي دي .
په راپور کې دا هم ويل شوي ول چې د ملکيانو شپېته په سلو کې د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري او شل په سلو کې بيا د امريکايي او ناټو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
خو د جګړې دواړه غاړې د ملکي مرګ ژوبلې پړه تل پر يو بل اچوي.





















