ايساف : د افغان قومي مشرانو ساتنې ته به ډېر پام وکړو

- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, له کابله
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مرستيال قومندان جنرال ډېويډ رود ريګوېز په وروستيو کې خبرداری ورکړی چې وسلوال طالبان اوس له بل هر وخت څخه زيات ، د هغو حکومت پلوو ځايي مخورو ، مشرانو او ان عادي خلکو پر وړاندې حساس شوي چې له حکومت سره خواخوږي لري.
ده وړاندوينه کړې وه چې طالبان به په پسرلي کې له ګاونډيو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته په راستنېدو د ځايي مشرانو د قصدي وژنو پراخ عمليات پيل کړي.
دغه راز نوموړي خبرداری ورکړ چې دغه عمليات به له مخورو او سپن روبو پرته هغه عادي ځايي مشران هم په نښه کړي چې د سولې په بهير کې ورګډ شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو ايساف يوه وياند ډورېېن جان ال په کابل کې بي بي سي ته وويل افغان او نړيوال ځواکونه د ځايي مخورو او مشرانو ملاتړ کوي او د دوی ساتنه به وکړي:(( يو له هغو مهمو کارونو چې موږ يې د اورپکۍ ضد عملياتو د يوې برخې په توګه ترسره کوو، له ځايي مخورو او مشرانو سره د امنيتي وضعيت په اړه همغږي ده. له همدې امله به زموږ ځواکونه حتما له افغان شريکانو سره خبرې کوي او هڅه به کوي چې د هغوی د خونديتوب لپاره ممکنه امنيتي تدابير ونيسي.))
ښاغلي جان ال وويل په دغو امنيتي تدابيرو کې استخباراتي عمليات او له افغان امنيتي ځواکونو سره د معلوماتو شريکول شامل دي.
ده زياته کړه د افغان او نړيوالو ځواکونو له زياتېدو پرته ، نوي راوړل شوي اطلاعاتي وسايل هم د ګواښ او ترور د پېښو په پېژندلو کې ورسره مرسته کولی شي: (( د تېر کال په پرتله په دغه هېواد کې د افغان او ايساف ځواکونو حضور شاوخوا سل زره زيات شوی دی.
دغه ځواکونه اوس په ټول هېواد کې ځای پر ځای شوي دي. دوی هغه طالبان څاري چې په خلکو او افغان چارواکو د بريد نيت لري . له دې پرته موږ پرمختللي اطلاعاتي وسايل راوړي ، د بېلګې په ډول بالونونه چې تاسې يې د کابل او يو شمېر نورو لويو ښارو په فضا کې وينی.))
ناټو چارواکي ادعا کوي چې وسله والو مخالفينو په ژمي کې سخت ګوزار خوړلی او تر ډېره له خپلو سنګرونو په شا شوي دي.
د دوی باور دا دی چې د طالبانو د پسرلنيو عملياتو پېل به د تېرو کلونو په پرتله توپير ولري ، په دې مانا چې دا به له نړيوالې ټلوالې او افغان حکومت سره مخامخ جګړه نه وي.
طالبان به له تندلارو ډلو په ګټې اخيستو د سړک غاړي يا شلخي ماينونو او غيرمستقيمو لارو په کارولو تر ډېره ځايي افغان مخور په نښه کړي.
په همدې لړ کې تېره مياشت د طالبانو يوه سيمه ييز قومندان د افغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې تر شلو ډېر ځايي مشران او مخور يرغمل کړل .
ويل کېږی له يرغمل شويو کسانو څخه د دغه ځايي طالب قومندان اصلي غوښتنه دا وه چې د دوی خپل خپلوان دې له حکومت او ناټو ځواکونو سره له مرستې لاس واخلي.





















