خپلواک ساپی
کابل

ښاغلي ابراهيمي ښوونځی بشپړ کړی او دا مهال په کابل پوهنتون کې ادبیات لولي .
د افغانستان ولسي جرګې له یو میاشتني جنجال او اته ځله ټاکنو وروسته د یکشنبې د ورځې په غونډه کې په یوه هېښوونکې پرمختیا کې د ښکاره رایو له لارې د کندوز ولایت پر وکیل عبدالروف ابراهیمي د جرګې د مشر په توګه لاس کېښود .
په غونډه کې د ۱۷۳ حاضرو وکیلانو له منځه یوازې څلورو کسانو مخالفې رایې وکارولې او پاتې ټولو وکیلانو د رزغون کارت په پورته کولو ، غونډې ته د مخې ته شوي یکې یوه کاندید عبدالروف ابراهیمي ملاتړ وکړ .
البته د جرګې د مشر د ټاکلو په سر د رایو دغه اتفاق استعفا ته د جرګې د موقت مشر محمد سرورعثماني له اړیستل کېدو وروسته تر لاسه شو .
د یکشنبې د ورځې په دغه غونډه کې پر ښاغلي عثماني د کمرزوري مدیریت له اړخه د دا راز توندو نیوکو کچه تر دې بریده ورسېده چې بلاخره یې د جرګې د موقت ریس په توګه خپل ځای د غزني ولایت وکیل خداداد عرفاني ته پرېښود .
زه ستاسو د باور منندوی یم خو د دغه دروند بار د پورته کولو له اړخه په کلکه ستاسو مرستې ته اړتیا لرم. د یوه اقلیت توکمه وکیل په توګه پر ما ستاسو دغه باور د ملي یوالي نښه ده. خدای دې ماته هم د دغه سپارل شوي امانت د خوندی ساتلو وس راکړي.
عبدالروف ابراهيمي
ښاغلی عرفاني له یوه ساعت نه په لږ وخت کې جرګه همدغه یوه کاندید عبدالروف ابراهیمي ته د ښکاره رایو په ورکړه سلا کړه اوپه همدغه طریقه د کارول شویو رایو پایله د یو میاشتني جنجال ختم راووت.
د جرګې د ریاست له ګټلو وروسته د هیواد د اساسي قانون په رڼا کې چلند د ښاغلي ابراهیمي لومړنۍ ژمنه وه او هیله یې دا وه چې جرګه یې به له دغه دریځ نه ملاتړ کوي:
''زما په فکر کې هم نه راتله چې زه د خدای فقیر بنده او ستاسو همصنفي ځان د ولسي جرګې ریاست ته ونوموم. زما په فکر د دغې څوکۍ لپاره تاسو ټول له ما زایته وړتیا لرۍ او زیات مستحق یاست. خو د خدای اراده همدا وه چې خبره سختو ننګونو ته ووته او بلاخره تاسو ټولو د هېواد د ملي ګټو د مصلحت له مخې پر ما لاس کېښود.
زه ستاسو د باور منندوی یم خو د دغه دروند بار د پورته کولو له اړخه په کلکه ستاسو مرستې ته اړتیا لرم. د یوه اقلیت توکمه وکیل په توګه پر ما ستاسو دغه باور د ملي یوالي نښه ده. خدای دې ماته هم د دغه سپارل شوي امانت د خوندی ساتلو وس راکړي.''
له لویه سره د رایې کارولو له دغه بهیره معلومېده چې دپردې تر شا د جرګې د مشر په توګه د ازبک ټباره وکیل ابراهیمي پر ټاکلو وار له مخه سلا راغلې .
پخپله وکیلان هم دا خبره نه پټوي چې د جرګې د مشر د ټاکلو پر سر له تیرې یوې میاشتې راهیسې روان جنجال نور د ستړیا له پولې هم وراوښتی وواو سیالې غاړې دې پایلې ته رسیدلې وې چې د لومړنیو دوه وتلو سیالانو پښتون ټباره عبدالرب رسول سیاف او تاجک ټباره محمد یونوس قانوني له چورلټه شاته کېدو او له دریم لږکي قام ازبکو نه د نوي کاندید له رامخې ته کېدو پرته دغه ستونزه نه شي اوارېدای.
د جرګې ځینو ازبک ټباره وکیلانو هم بي بي سي ته وویل چې کله د پردې تر شا ازبکانو ته د جرګې د مشرتابه پر پرېښودو سلا وشوه نو په جرګه کې ۱۹ ازبک وکیلان خپل منځي انتخاباتو کښیناستل چې په دې کې د څلورو کاندیدانو له منځه ښاغلی ابراهيمي وټاکل شو .
ابراهيمي زیاتې رایې يوړې او په پایله کې د جرګې عمومي غونډې ته د یوازېني کانديد په توګه ورمعرفي شو.
ځنو همدغو ازبک ټباره وکیلانو بي بي سي ته دا هم وویل چې د ښاغلي ابراهيمي د ملاتړ د حاصلولو لپاره د ازبک ملېشو پخواني ځواکمن سیمه ییز قومندان او د ملي جنبش مشر جنرال عبدالرشید دوست هم څو ځله له ښاغلیو سیاف، قانوني او هزاره مشر محمد محقق سره د تیلې فون له لارې تماسونه نیولي وو.
حاجي عبدالروف ابراهيمي د حاجي شیرخان زوی دی چې په ۱۳۳۹ کال د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې زیږېدلی دی .
ښاغلي ابراهيمي ښوونځی بشپړ کړی او دا مهال په کابل پوهنتون کې ادبیات لولي .
ښاغلی ابراهيمي د تېر پارلمان په دوره کې هم د جرګې غړی و .
دی د ګلب الدين حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي قومندان و او په افغانستان کې د جهاد پرمهال يې په کندوز ولایت کې له خپل ورور عبداللطيف ابراهيمي سره د حزب اسلامي د مجاهدينو مشري پرغاړه لرله .
هغه څه موده د کندوز ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان و .
ښاغلی ابراهيمي د یوې لوستې کورنۍ غړی دی، چې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له مشهورو مشرانو څخه شمېرل کېږي .
نوموړی اووه لوڼې او څلور زامن لري .
هغه چې په خپل قوم کې نفوذ لري، شاوخوا دوه کاله وړاندې د عبدالرشید دوستم او اکبر بای ترمنځ د راپورته شوې شخړې د هواري لپاره د ازبک قوم د مشرانو د دریېمګړي رول هم لوبولی دی .
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .