نړیوال ځواکونه د پېچ درې امنیت افغان ځواکونو ته سپاري

بهرني ځواکونه په کونړ کې
د عکس تشریح، د ناټو ملکي ویاند په کابل کې د ایساف له ویاند سره په یوه ګډه ناسته کې وویل، د افغانستان د هغو سیمو په اړه، چې لومړی به افغان ځواکونو ته په کې امنيتي چارې سپارل کېږي، د شمالي اتلانتیک یا ناټو او افغان ولسمشر حامد کرزي ترمنځ خبرې پرې وشي.
    • Author, هدايت الله هميم
    • دنده, له کابله
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومنداني وايي تر دې وروسته به د کونړ ولایت د پېچ درې مسؤولیت افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري .

په کابل کې د نړیوالو ځواکونو یوه جګپوړي چارواکي وویل دا مهال د افغان ځواکونو شمېر او څرنګوالی ښه شوی، چې د پېچ درې په څېر سیمو د ساتنې وړتیا لري .

د نړیوالو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټس خبریالانو ته وویل، په دغه سیمه کې د ځواکونو د ځای پرځای کېدا پلان مخکې سنجول شوی و، چې دا دی اوس پلی شو:

''د بېرته ځای پرځای کېدا د یوې برخې په توګه، افغان امنیتي ځواکونه د کونړ د پېچ درې رهبري پرغاړه واخلي. او ایتلافي ځواکونه به په هغو سیمو کې ځای پرځای شي چې د اوو لویو لارو امنيت ونیسي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اورپکو د نفوذ مخه ونیسي.''

همداراز جنرال بلاټس وویل وړاندې هم په دې سیمه کې افغان امنيتي ځواکونه مېشت ول، او د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان ځواکونه د سیمې امنیت ونیولی شي .

پر همدې مهال د کونړ والي سید فضل الله وحيدي بي بي سي ته وویل په پېچ دره کې به د افغان امنيتي ځواکونو شمېر ډېر کړای شي:

''په پېچ دره کې درې ولسوالۍ دي، لومړۍ وټه پور ولسوالي ده، بیا ماڼوګۍ ولسوالۍ یا پېچ دره ده، بیا چپه دره ده، دوی له ماڼوګۍ وټپه پور ولسوالۍ ته راځي، مانا دا چې له پېچ درې څخه نه راوځي، بلکې له ماڼوګۍ ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته ځي، موږ ته ویل شوي چې د ملي اردو یو کنډک راځي او هلته د دوی پرځای مېشتېږي.''

سید فضل الله واحدي
د عکس تشریح، سید فضل الله واحدي

بل خوا د نړیوالو ځواکونو ویاند د کونړ په پېچ دره کې د ځواکونو ځای پرځای کېدل یوه عادي چاره وبلله، او وویل چې په دې سیمه کې د افغان ځواکونو مېشتېدل د امنيتي چارو د سپارلو له موضوع سره هېڅ تړاو نه لري .

د ناټو ملکي ویاند په کابل کې د ایساف له ویاند سره په یوه ګډه ناسته کې وویل، د افغانستان د هغو سیمو په اړه، چې لومړی به افغان ځواکونو ته په کې امنيتي چارې سپارل کېږي، د شمالي اتلانتیک یا ناټو او افغان ولسمشر حامد کرزي ترمنځ خبرې پرې وشي.

ده وویل چې ښاغلی کرزی به په دې اړه د نوي هجري لمريځ کال په لومړیو نهو ورځو کې خپله پرېکړه اعلان کړي .