له کندهاره ۳۶۲ ناقانونه پاکستاني کارګر وشړل شول

پاکستاني کارګر
د عکس تشریح، د کندهار امنيتي چارواکي وايي په دغه ولایت کې تر ۶۰۰۰ ډېر پاکستاني کارګر شته، چې ډېری یې په ناقانونه توګه دغه ولایت ته راغلي دي .
    • Author, مامون درانی
    • دنده, کندهار
  • د خپرېدو وخت

د کندهار امنيتي چارواکو ویلي چې له دغه ولایت څخه یې ۳۶۲ پاکستاني ناقانونه کارګر له پولې هاخوا اړولي دي .

ددغه ولایت د امنیت مرستیال عبدالوهاب صالح وايي، دا مهال په کندهار کې تر ۶۰۰۰ ډېر پاکستاني وګړي کار کوي، چې لویه برخه یې په ناقانونه توګه دغه ولایت ته راغلي دي .

دوی وايي چې دغه پاکستاني وګړي په کندهار کې پر بېلابېلو کارونو بوخت ول .

د ښاغلي صالح په خبره، دا کار یې د کندهار والي توریالي ویسا په غوښتنه پیل کړی چې تر دې دمه یې ۳۶۲ پاکستاني کارګر له کندهاره د سپین بولدک سرحدي ولسوالۍ له لارې پاکستاني چارواکو ته سپارلي دي .

نوموړي وویل یوازې هغو پاکستاني کارګرو ته يې اجازه ورکړې چې له ځان سره قانوني اسناد ولري .

ښاغلي صالح زیاته کړه هغه کارګر چې قانوني اسناد ولري، لومړی باید له دوی سره ثبت شي او بیا به د کار اجازه ورکول کېږي .

د کندهار د ملي امنیت مرستیال وایي دا کار یې ځکه پیل کړی چې له یوې خوا په دیې ولایت کې د ګډوډیو مخه ونیول شي او بل خوا د کندهار ځايي اوسېدونکو ته د پاکستاني کارګرو پرځای د کار زمینه برابره شي .