لېبيايي مخالفين د بنغازي د ساتلو په لټه کې

د عکس سرچینه، Other
تیره ورځ د بنغازي د راډیو په څپو کې انقلابي موزیک خپرېده، چې د حکومت مخالفینو ملاتړې راډیو ده. په تېره څه باندې يوه اوونۍ کې ډګروال قدافي ته وفادارو ځواکونو د هغو ښارونو او کلیو د بیرته تر لاسه کولو لپاره جګړه کوله چې د بغاوت په لومړیو ورځو کې یې له لاسه ورکړي وو.
ډیرې سیمې بیرته حکومتي ځواکونو نیولې دي او اوس جګړه په دوو ښارونو کې روانه ده.
په جنوب کې د میسراتا او په ختیځ کې د اجدابیه په ښارونو کې.
د ډګروال قدافي ځواکونو په اجدبيه کې د مخالفینو د ځپلو او د دغه ښار د نيولو لپاره له توپچي، هوایي بمبارۍ اونورو ځمکنیو ځواکونو کار اخیتسی دی.
اجدبيه له بنغازي وروسته دویم لوی ښار دی ، دغلته د جګړې له سیمې نه د ډزو غږونه له لېرې اورېدل کېدل.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په جګړه له ښکېلو غاړو غوښتي چې جګړه ودروي او اوربند ومني. د بان کي مون پیغام د هغه ویاند مارتین نېرسیرکي ولوست.
ده وويل: (( د ملګرو ملتونو سرمنشي په خواشینۍ سره اندیښمن دی چې ډیر حکومتي ځواکونه راغونډ شوي دي او دا د دې نښې دي چې حکومت په بنغازي برید کوي.
په ښار بمباري به ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوي. سرمنشي له ټولو خواو غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او اوربند وکړي.))

د عکس سرچینه، Reuters (audio)
خو د مخالفینو ځواکونو خبریالانو ته اجازه نه ورکوله چې د جګړې لومړنۍ کرښې ته ورشي.
د دې دلیل دا دی چې د لومړي ځل لپاره هغه ځواکونه د جګړې میدان ته ور وتلي چې له حکومته ، مخالفینو ته وراوښتي دي.
دغو ځواکونو له ځان سره ټانکونه ، توپچي او ان یوه جنګي چورلکه وړې ده. وېره داده چې خبریالان به د مخالفینو مورچلې او ځواک افشا کړي.
مخالفینو ویلي دوی هوډ لري د بنغازي ښار وساتي او د حکومت هر برید ته به ځواب ووایي. د مخالفینو ویاند کمال حوزایفا وویل دوی به حکومتي ځواکونه ښار ته ور پرېنږدي.
ده وويل : (( په بن غازي کې لوی دفاعي عملیات روان دي. زموږ ځواکونه د بن غازي په څو برخو کې خواره دي او دې ته چمتو دي چې ښار ته د قدافي ځواکونو د ننوتلو مخه ونیسي. که دا ځواکونه د ختیځ له لوري وي یا د لودیدیځ له لوري.))
دا وختي ده چې دا جګړه پریکنده وبلله شي خو دا مهمه پرمختیا ده.
اصلي ازموینه به دا وي چې مخالفین به وتوانیږي د حکومتي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي؟





















