امنيت شورا د لېبيا پر فضا د نه الوت بنديز ولګاوه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د لېبيا پر فضا د نه الوت بنديز ولګاوه او د ښاريانو د خونديتوب لپاره يې د ټولو اړينو اقداماتو منظوري ورکړه، خو پرېکړه لیک د بهرنيو ځمکنيو ځواکونو کارونه ردوي.
دغه لايحه چې برتانيې ، فرانسې او لبنان وړاندې کړې وه د منظورۍ لپاره يې لس رايې وکارول شوې چې هيڅ يوه هېواد يې مخالفت ونه کړ، خو د روسيې ، چين او جرمني په ګډون پنځو هېوادونو په رايه اچونه کې ګډون ونه کړ.
عرب لیګ هم د لېبيا په فضا کې د نه الوت د بنديز په حق کې دی.
د امنيت شورا د دغې پرېکړې هدف دا دی چې د ډګرمن قدافي پوځيان د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې پر مخالفو وسله والو له هوايي بريدونو را وګرځوي.
د ښاغلي قدافي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهيسې د چريکانو پر وړاندې برياليتوبونه تر لاسه کول او د دوی د مرکز بنغازي په لوري يې پرمختګ کاوه.
له پرېکړې وروسته د لېبيايي مخالفينو په اصلي مرکز بنغازي کې د خوښيو په موخه اورلوبې او هوايي ډزې وشوې ، خو د لېبيا د حکومت يوه وياند د امنيت شورا تصميم د هېواد د يو موټي کېدو لپاره د يوه ګواښ په توګه ياد کړ.
له دغې پرېکړې لږ وړاندې ډګرمن قدافي له يوه پرتګالي تلوېزيون سره په مرکه کې وويل: (( که نړۍ لېونۍ وي ، نو موږ به هم ليوني شو.))
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير د لايحې د وړاندې کولو پر مهال وويل چې له تېرو څو اوونيو راهيسې ډګرمن قدافي د خپلو خلکو پر وړاندې بريدونه کوي ، او نړيواله ټولنه د دې اجازه نه شي ورکولی.
امريکا به په مستقيم ډول پر لېبيا په بريدونو کې نه وي ښکېله ، بلکې فرانسه او برتانيا به د لېبيا پر فضا د نه الوت پرېکړه عملي کوي او امريکا به په لېبيا د بريدونو امکانات برابروي.
د فرانسې د حکومت یوه ویاند چې په یوې راډیو کې غږیده وویل فرانسه به په دغو عملیاتو کې لومړنۍ برخواله وه.
ده وويل: (( فرانسه چې په دغه وړاندیز کې یې مخکښ رول ولوباوه، په طبیعي ډول به په پوځي مداخله کې پایدونکی عمل کوي. ))

د عکس سرچینه، AFP
د امريکا د بهرنيو چارو وزیرې هلري کلنټن ويلي پر خپلو خلکو د بريدونو د درولو لپاره بايد د ډګرمن قدافي ځمکني فوځونه هم په نښه کړی شي.
د دغه تصميم له نیولو وروسته د امريکا ولسمشر له برتانوي او فرانسوي مشرانو سره د دغې پرېکړې پرعملي لارو چارو خبرې کړي دي.
فرانسې ويلي چې په راتلونکو څو ساعتونو کې ښايي د لېبيا پر وړاندې پوځي علميات پيل شي ، خو د امريکايي چارواکو له قوله ويل شوي چې د لېبيا د هوايي ځواک د بې اغېزې کولو لپاره به عمليات د يکشنبې يا دوشنبې له ورځې پيليږي.
په سيمه کې د لېبيا ځينې ګاونډي هېوادونه هم د لېبيا پر وړاندې عملياتو کې مرستې ته راضي دي ، خو د لېبيا ګاونډي هېواد مصر په ښکاره ډول ويلي چې هغه له خپلې خاورې د لېبیا پر ضد د هېڅ ډول علمياتو اجازه نه ورکوي.





















