حکومت:که په خبرو و نه شوه، ورته ګام پورته کوو

- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, کابل
- د خپرېدو وخت
افغان حکومت وايي که له پاکستان سره يې په خبرو ترانزيتي ستونزه هواره نه شي ، نو وروستۍ انتخاب يې ، ورته ګام دی. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي تر اوسه يې په دې اړه ترسره کړو هڅو مثبتې پايلې نه دي ورکړي.
وزارت دا څرګندونې د افغان سوداګرو له دې غږ وروسته کوي چې وايي د کراچۍ په بندر کې د ايسارو مالونو له اړخه خورا دروند زيان ګالي.
پر همدې مهال وزارت وايي چې په وروستيو کې د پاکستان ولسمشر پرته د بارچالانۍ له نیمه دولتي شرکت (ان ، ال ، سي) نه د افغان توکو د انتقال لپاره سوداګرو ته د کرايي موټرو د کارولو اجازه کړې ده.
افغان چارواکی پر داسې مهال له پاکستان سره د ترانزيتي ستونزو پر هوارولو خبرې کوي چې د افغان سوداګرو په زرګونو کانټينره مالونه د کراچۍ په بندر کې له مياشتو راهيسې ايسار پاتې دي.
د سوداګرۍ وزارت وايي هڅه يې دا ده چې دغه ستونزه له پاکستان سره د خبرو له لارې هواره کړي ، خو په وينا يې تر اوسه یې کړو خبرو نتيجه نه ده ورکړې.
د سوداګرۍ مرستيال وزير غلام محمد اييلاقي وايي که هڅو يې د خبرو له لارې پايله ور نه کړه ، ورستۍ انتخاب يې ښايي دا وي چې افغانستان هم ورته ګام پورته کړي.
ده وويل (( يوه لاره چې د سوداګرۍ خونې او ځينې تجاران يې يادوي ، هغه د ورته ګام پورته کولو مساله ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په مشرانو جرګې کې هم مطرح کړه.
فکر کوم دا به ورستی انتخاب وي . خو موږ هيله من يو چې د تماسونو له لارې چې په لوړه کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ روان دي دغه ستونزه هواره شي.))
د افغان سوداګرو يوه ستونزه دا ده چې د مالونو د انتقال چاره يې د يوه پوځي لوژيستکي شرکت ( ان ، ال ، سي ) په انحصار کې ده.
سوداګر وايي دغه شرکت د زیاتو مالونو د وړلو وړتیا نه لري او د دې لامل ګرځي چې د افغان سوداګرو مالونه تر زياتې مودې په بندر کې پاتې شي.

خو د سوداګرۍ وزارت مرستيال وايي څو ورځې وړاندې د پاکستان ولسمشر امر ورکړی چې د تجارانو مالونه دې د ان ال سي له انحصاره و ایستل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزيتي ستونزې له هغه څو مياشتې را وروسته په زیاتېدو دي چې کابل او اسلام اباد د ترانزيت په برخه کې د شته ستونزو د کمولو لپاره پر يوې موافقې لاسليک وکړ.
خو د افغانستان د سوداګرۍ خونو د عامه اړيکو مسوول توفیق دلاوري وايي د دغې موافقې پر ځينو ټکو د دواړو لوريو بېلا بېل تفسيرونه د دغې موافقې د پلي کېدو پر وړاندې ستونزې را ولاړې کړي دي.
پر همدې مهال افغان سوداګر وايي چې له تېرو دوو میاشتو راهيسې يې شاوخوا ۹۰۰۰ کانټيره مالونه د کراچۍ په بندر کې ايسار پاتې دي او زیات شمېر خوراکي توکي له استفادې وتلي دي.
د کندهار د سوداګرو د ټولنې مشر رحم الدين حاجي اغا د ولسمشر په ګډون پر افغان حکومت غږ وکړ چې د دغې ستونزې هواري ته ورمخکې شي ، ځکه په وينايې سوداګرو زیات زيان ليدلی دی.
بل خوا افغان سوداګرو خبرداری ورکړی که د کراچۍ په بندر کې يې د مالونو د لېږدولو ستونزه حل نه شي ، ښايي د افغانستان په بازارونو کې د اړتیا وړ توکو بيې پورته وخيژي.





















