لویې څارنوالۍ د هوايي چلند مخکنی وزیر توقیف کړ

عنايت الله قاسمي
د عکس تشریح، عنايت الله قاسمي پرې لګېدلي تورونه لا له وړاندې رد کړي دي.
    • Author, عبدالله ستانکزی
    • دنده, کابل
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان لويې څارنوالۍ د ترانسپورت او هوايي چلند يو مخکنی وزير عنايت الله قاسمي توقيف کړی دی.

پر دۀ د فساد تور لگيدلى دى خو دا هغه تور دی چې ښاغلي قاسمي لا دمخه رد کړی دى.

لويه څارنوالي وايي عنايت الله قاسمي هغه مهال سرحدي پوليسو په کابل کې توقيف کړ چې غوښتل يې له افغانستان نه ووځي.

د طالبانو له نسکوريدا راهيسته پر گڼو لوړ پوړو کسانو د فساد تور لگيدلى خو لا تر څوک پر قيد نه دى محکوم شوى .

د افغانستان د لويې څارنوالۍ د تفتيش او کنټرول مشر حفيظ الله حفيظ وايي د ترانسپورت پخوانی وزير عنايت الله قاسمي يې تېره ورځ د مالي فساد په جرم په کابل کې توقيف کړ.

ښاغلی قاسمي له تېرې څه مودې راهيسې په کابل کې و او د لويې څارنوالۍ په وينا، څو ځله څارنوالۍ ته د تحقيقاتو لپاره ورغلی هم دی.

حفيظ الله حفيظ وايي ښاغلی قاسمي يې پر داسې مهال توقيف کړ چې غوښتل يې له افغانستان نه بهر سفر وکړي.

ښاغلي حفيظ زياته کړه چې د ترانسپورت مخکنی وزير عنايت الله قاسمي د هغو بېلګو او لاسوندو پربنسټ ممنوع الخروج اعلان شوی چې له دوی سره موجود دي.

تر اوسه لا په ډاگه شوي نه دي چې د ښاغلي قاسمي په اړه څه ډول اسناد موجود دي ، خو لويه څارنوالي ادعا کوي چې د توقیف لپاره يې شته شواهد کافي دي.

خو خبري رسنيو د افغانستان د لويې څارنوالۍ د وياند امان الله ايمان له قوله ويلي چې د ترانسپورت مخکنی وزير عنايت الله قاسمي په ۲۰۰۴ کال د اريانا هوايي شرکت لپاره د څلورو الوتکو د اخيستو په معامله کې د پيسو د اخوا دېخوا کېدو په جرم ګرم پېژندل شوی دی.

عنايت الله قاسمي پرې لګېدلي تورونه لا له وړاندې رد کړي دي.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي دوی اوسمهال له لسو د زياتو لوړ پوړو حکومتي چارواکو دوسيې څېړي چې وزيران هم په کې دي او ټول پر فساد تورن دي.

د طالبانو له نسکوريدا راهيسې پر گڼو لوړ پوړو کسانو د فساد تور لگيدلى خو لا تر اوسه څوک پر قيد نه دى محکوم شوى .

افغان ولس ، نړيواله ټولنه او ولسمشر کرزى ټول مني چې په افغانستان کې اداري فساد لويه ستونزه ده ، خو د حل لپاره يې د ډيرو په گومان جدي گامونه نه دې اخيستل شوي .