په هند کې د هلکانو په پرتله لا هم نجونې کمې دي

د هند د وګړيو شمېر له يو مليارد زيات شوی دی.
د عکس تشریح، د هند د وګړيو شمېر له يو مليارد زيات شوی دی.
    • Author, ديوا اریا
    • دنده, نوی ډيلی
  • د خپرېدو وخت

په هند کې د روان ۲۰۱۱ کال سرشمېرنې د هند د وګړيو په شمېر کې د اندېښنو وړ اړخ راسپړلی دی.د سر شمېرنې لومړنۍ پايلې د دې څرګندونه کوي چې د تېر په پرتله د نجونو شمېر له هلکانو لا ډېر کم شوی دی.

د روان کال شمېرنې ښيي چې په تېره يوه لسيزه کې د هند پر نفوس ۱۸۱ ميليونه نور وګړي هم ور زيات شوي، او اوس يې د ټولو وګړيو شمېر يو مليارد او ۲۱۰ ميليونه ته رسېدلی دی.

په دې سره هند د ګڼ نفوسه هېوادونو امريکا، اندونيزيا، برازيل، پاکستان او بنګله دېش له ګډ نفوس هم ډېر وګړي لري.

په هند کې د شمېرنې ادارې يو چارواکي ويلي دغې سر شمېرنې له ځانه سره ژورې اندېښنې لرلې او دا ښيي چې په تېرو څو لسيزو کې په ټولنه کې د بدلون تګلارې چې د نجونو شمېر زياتوالي لپاره ټاکل شوې وې، ډېرې ښې پايلې يې نه لرلې.

د ښځينه جنين يا نوې زېږېدلې نجلۍ د وژنې او مرګ مخنيوی په تېر کې د حکومتي تګلارو مهمه برخه و.

په هند کې ميندې پلرونه تل زامن له لوڼو غوره بولي، او په دغه هېواد کې د نجونو د زېږېدو انډول په ۵۰ تېرو کلونو کې په پرله پسې ډول په لوړېدو دی.

د وروستۍ سرشمېرنې نښې ښيي چې د نجونو زېږېدا د بل هر وخت په پرتله ټيټه شوې ده.

حکومت وايي دغه شمېرې د خورا سختې اندېښنې خبره ده، او دې حالت ته په کتو به پر خپلو تګلارو له سره بشپړ غور کوي.

اوولس کاله وړاندې هند د ميندو پلرونو له خوا د تشخيص پر لارو چارو چې له مخې يې ماشوم ټاکل کېږي، بنديز ولګاوه.

خو دغه ګام په ښکاره توګه د زېږېدو پر مهال يا ترې وروسته د ښځينه ماشومانو وژنه نه ده درولې.

ښځينه فعالانې وايي ځينې هندي ميندې او پلرونه، نجونې يو بار بولي. ماري جان په ډيلي کې د ښځينه چارو د پرمختيا د څيړنيز مرکز مشري کوي:

دا وايي: ((زموږ په ټولنه کې بايد لوڼې واده کړی شي، دوی بل کور ته ځي او هلته بايد خسرخېلو ته پاملرنه وکړي، دا تر اوسه دود دی.

نو نجلۍ نن د يوې کورنۍ لپاره د يو دروند بار معنی لري. نو ځکه موږ په جوړښت کې بدلون ته اړتيا لرو، داسې تګلارو ته چې د دغه جوړښت چاره وکړي.))

په هند کې د شتمنۍ او پوهنې لوړېدا هم دغه عمل ته د پای ټکی نه دی ايښی، بلکې په واقعيت کې په سترو ښارونو کې ډېر دود دی.

څېړونکي يې دليل دا راوړي چې د پوهنې لوړوالی د دې لامل نه دی شوی چې خلک زامنو او لوڼو ته په يوه سترګه وګوري، بلکې عمومي پوهاوي د ماشوم د جنس غوره کولو تکنالوژۍ ته لاسرسی زيات کړی دی.