پلاوی: د مزار د تاوتريخوالو ترشا د ایران او پاکستان لاسونه ول

د مزار لاریون
د عکس تشریح، د مزار شریف په لاریون کې د ملګرو ملتونو شپږ کارکوونکي ووژل شول.
د خپرېدو وخت

هغه پلاوی چې د ولسمشر کرزي په امر مزارشریف ته د وروستیو خونړیو لاریونونو د څېړنو لپاره لېږل شوی و وايي ګاونډیو هېوادونو په دغو تاوترخوالو کې لاس درلود.

دغه پلاوی وايي دوی په خپلو څېړنو کې دا هم موندلې، هغو مخالفینو هم چې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي و، په تاوتریخوالي کې یې لاس درلود.

<link type="page"><caption> مرکه د دې ځای په کېکاږلو اورېدلی شئ</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/04/110419_hh-mazar.shtml" platform="highweb"/></link>

زموږ همکار خوشحال تایب د افغانستان د ولسي جرګې له غړي مولوي عبدالرحمن رحماني چې مزار شریف ته په تللي پلاوي کې شامل و، د یوې مرکې په ترڅ کې پوښتلي چې ددوی د څېړنو له مخې څنګه او ولې دا لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل؟

''دا چې د لاریونونو څپه د روضې لوېديځ لوري ته خوځېدلې وه، دوی د یونما دفتر ته ولاړل او د خلکو له احساساتو په ګټې اخیستو یې تاوتریخوالی پیل کړ. هلته د یونما په دفتر کې ۱۷ امنيتي کسان ول، چې مغرضو کسانو له هغوی څخه درې وسلې اخیستې وې چې په دې اړه موږ تخنیکي شواهد لرو. ''

ښاغلی رحماني زیاتوي، له هغو فلمونو او سي ډي ګانو چې د دوی لاس ته ورغلي، له ځينو کسانو سره لویې چړې او ان وسلې ښکاري، چې د لاریون د لا تاوتریخوالي سبب شول.

مولوي رحماني وايي، له نیول شوو ۱۷ کسانو د پلټنې پرمهال دا جوته شوه چې درې یې څو میاشتې وړاندې د سولې له بهیر سره یوځای شوي ول د امن په کور کې یې ژوند کاوه، دغو لاریونونو ته په راوتو سره یې له ځانه سره وسلې هم راخیستې وې.

دوی په تحقیقاتو کې دا منلې ده چې دغه وسلې یې د یونما له ساتونکو څخه اخیستې وه.

د مزار شریف لاریون
د عکس تشریح، د مزار شریف د لاریونونو په تړاو تر ۳۰ ډېر شکمن کسان ونیول شول.

د پلاوي دغه غړی وايي چې ددغو لاریونونو او تاوتریخوالو ترشا د ګاونډيو هېوادونو، په تېره بیا د پاکستان او ایران لاسونه ول، چې په دې اړه دوی شواهد هم لري.

مزار ته تللی پلاوی وايي پلټنو وښوده چې د یوې ښځې په ګډون د مزار په تاوتریخوالو کې شپږ بهرني کسان ول د یونما د سیمه ییز دفتر رییس ټپي شوی و، چې اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.

مولوي عبدالرحمن وايي چې په دغه تاوتریخوالي کې شپږ افغانان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان ول.

نوموړی وايي چې ښايي د ملي امنیت څارنوالي ددغو پېښو په تړاو د ۳۲ نیول شوو کسانو په اړه خپلې پلټنې وکړي.