افغانستان بېړنیو اړتیاوو ته ۴۰۰ میلیون ډالر مرسته غواړي

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
- Author, حفيظ الله معروف
- دنده, له کابله
- د خپرېدو وخت
افغان حکومت او نړيوالو مرستندويه ادارو په ګډه په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د افغانستان لپاره د څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرسته غوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په روان زیږدیز کال کې له اتو میلیونو ډېر افغان وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو او افغانستان دغه ۴۳۷ میلیونه ډالره غوښتل شوې پيسې دهغو څه باندې اووه نیم میلیارده ډالرو یوه برخه ده، چې دنړۍ د غریبو هیوادونو د مرستې لپاره غوښتل شوې دي.
چارواکي وايي، دغه مرستې به په روان زیږدیز کال کې، د بېړنیو اړتیاوو په چارو کې لګول کیږي. په افغانستان کې دملګرو ملتونو دبشري چارو د همغږۍ مشر مایکل کیټینګ وايې، د مرستو دغه غوښتنه یې په افغانستان د اړتیا او ستونزو پر بنسټ کړې ده:
''په ټوله ییز ډول زموږ په دې غوښتنه کې ۴۳۷ میلیونه ډالره شامل دي، چې ۱۴۵ پروژو به لګول کیږي. دغه پروژې د ملګرو ملتونو، غیرې دولتي ادارو او دافغان چارواکو په ملتیا برابرې شوې دي.''
د پیسو دا غوښتنه د تیرو هغو په پرتله ډیر منظمه او پر حقایقو ولاړه ده. د بیلګې په ډول په دې اجنډا کې هڅه شوې، چې د ښځو او ماشومانو د اړتیاوو لاس نیوی پرې په خپل وخت وشي.
ښاغلی کیټنګ وايي، په دغو مرستو به دهغو کسانو لاس نیوی کیږي، چې د افغانستان جګړو، وچکالۍ او واورې ښویېدنې اغېزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا د غوښتل شوو پيسو اته ویشت سلنه به یې په افغانستان د خوړو پر پروګرامونو ولګول شي.
د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر جارالله منصور، چې د افغان حکومت په استازولی یې د دغو مرستونو د غوښتنې په غونډه کې برخه درلوده، تمه وښوده، چې د دوې غوښتنې ته به مرسته کونکي مثبت ځواب ورکړي.
تیر کال هم ملګرو ملتونو په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره دمرستې لپاره د څه باندې د پنځه نیم سوو میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه ، چې د چارواکو په وینا شاوخوا اویا سلنه پيسې مرسته کونکو هیوادونو ورکړې وې. خو سږ کال لا روښانه نه ده، چې د دوی د مرستو اوسنۍغوښتنې به څومره د نړیوالو له خوا ورکول شي.





















