ولسي جرګه پر دویم مرستیال نه سره جوړېږي

- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
- د خپرېدو وخت
د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکنو بهیر نژدې یوه اونۍ وغځېد خو بیا هم ددغې جرګې استازي د دوهم مرستیال په ټاکلو کې یوه خوله نه شول او دې څوکۍ ته نوماندان په دې ونه توانېدل چې اړینې رایې ترلاسه کړي.
د ټاکنو په وروستي پړاو کې احمد شاه رمضان او شاه ګل رضايي د یو بل سیالۍ ته سره ولاړ وو، خو یو هم په دې ونه توانېد چې په ولسي جرګې د موجود نیمايي استازو رایې وګټي .
احمد شاه رمضان د ۲۰۰ رایو له جملې یوازې ۸۳ او شاه ګل رضايي د ۷۷ رایو په ګټلو بریالي شول پاتې رایې یا سپینې او یا هم باطلې وې.
د ولسي جرګې غړي یوسف پښتون غوښتنه وکړه چې دا بهیر دې تر سوې مودې وځنډول شي، تر څو اوسنۍ روحیه یو څه بدله شي.
خو په ولسي جرګې کې د فراه د خلکو استازي محمد سرور عثماني وویل داسې ګنګسي دي چې د ټاکنو په بهیر د ولسي جرګې پر غړو ډالر ویشل شوي دي:
د شرم خبره
''که دا ګنګوسي ریښتیا وي نو ډېره د شرم او خجالت خبر ده، یو وکیل چې د جرم او فساد سره باید مبارزه وکړي په خپله په دې شیانو ککړ وي. دا کسان به څنګه د خدای، د افغانستان د خلکو او د خپل وجدان په وړاندې ځواب وايي.''
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي تر ټاکنو وروسته وويل، د جرګې د دويم مرستيال لپاره ټاکنې به د دوو اونيو لپاره وځنډول شي، چې د جرګې د غړو ترمنځ د سپينو او باطلو رايو د کارولو موضوع له منځه ولاړه شي او همدا راز نوم آندان هم د کمپاين پوره وخت ولري.

















