test

اي پي خبري اژانس د افغان چارواکو په حواله ویلي، چې پاکستان د افغانستان د مخکني ولسمشر او د سولې د عالي شورا د رییس برهان الدین رباني په وژنه کې یې د لاس لرلو په تور دوه کسان نیولي.
اي پي خبري اژانس په کابل کې د افغان چارواکو په حواله ویلي، چې دغه کسان په کوټه ښار کې نیول شوي.
د برهان الدین رباني د وژل کېدا په تړاو افغان پلټونکي کمېسیون پاکستان ته د هغو شکمنو کسانو نومونه او پتې ورکړې، چې غالباً د رباني په وژنه کې یې لاس درلود.
خو په کوټه کې د پولیسو مشر او د سرحدي پولیسو ویاند له دغو نیونو بې خبري ښودلې ده.
د برهان الدین رباني تر وژل کېدا وروسته د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړيکي ډېر ترينګلي شول.
نوموړی د تېر ۲۰۱۱ کال د سپمبر پر ۲۰ پلازمېنه کابل کې د یوه کس له خوا، چې ځان یې د طالبانو د سولې استازی معرفي کړی و، پخپل کور کې ووژل شو.
افغانستان د رباني د وژنې پړه پاکستان کې پر مېشتو اورپکو واچوله، خو افغاني طالبانو یې د وژلو پړه ونه منله.
وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي افغان پارلمان ته په خبرو کې ادعا وکړه، چې چې په وینا یې د پاکستان څارګر سازمان (آی ایس آی) د رباني په وژلو کې ښکېل و.
خو پاکستاني چارواکو د نوموړي دا خبرې بې بنسټه او بې مسؤولیته وبللې.

افغان ولسمشر حامد کرزي د رباني د وژلو د پلټنې په تړاو یو کمیسیون جوړ کړ، چې له پاکستان سره په ګډه د هغه د وژنې پلټنه وکړي.
داسې هم انګیرل کېده چې د رباني وژونکی پاکستانی و.
دغه کمیسیون پاکستاني چارواکو ته د رباني په وژنه کې د شکمنو تورنو نومونه او پتې ورکړې.
یوه افغان چارواکي ویلي چې په کوټه ښار کې تېره اوونۍ د رباني د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي دي.





















