هلمند کې تاریخ تېرو خوړو پولیس مسموم کړي

د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې ۶۰ زده کوونکي پولیس مسموم شوي دي.
پر همدې مهال، ددرېیمې پرله پسې ورځې لباره د افغانستان په شمالي سرپل ولایت کې شاوخوا سل نورې نجونې مسمومې شوې دي.
وړاندې، په تخار، کندوز، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې د ښوونځي ګڼ زده کوونکي مسموم شوي، چې د مسومېدو لامل یې لاهم په کره توګه نه دی په ډاګه شوی.
په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مسمومیت پېښې مخ په زیاتېدو دي او په یوې وروستۍ پېښه کې د دغه هېواد په سوېلي ولایت هلمند کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې لسګونه زده کوونکي پولیس مسموم شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي په دې پیښه کې ۶۰ تنه مسموم شوي او د مسمومېدو لامل یې د تاریخ تېرو خوړو خوړل دي.
خو د هلمند د والي ویاند داود احمدي بیا وايي، د دغه ولایت په روزنیز مرکز کې ۴۰ تنه مسمول شوي چې ۳۹ یې تر لومړنۍ درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي او یو تن یې بستر دی.
د ښاغلي احمدي په وینا د مسمومیت لامل لا نه دی روښانه او په اړه یې پلټنه روانه ده.

















