کلیوالي پروژو لپاره تړون لاسلیک شو

د پرو‌ژو د کار په ترڅ کې به کلیوالو کارګرو ته ۱۵۰۰۰۰ کار ورځې هم رامنځ ته شي.
د عکس تشریح، د پرو‌ژو د کار په ترڅ کې به کلیوالو کارګرو ته ۱۵۰۰۰۰ کار ورځې هم رامنځ ته شي.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د کليو پر مختيا وزارت د ۹ ولایتونو په يو شمېر کلیوالي سمیو کې د بنسټيزو پروژو د پلي کولو په موخه، د څه باندې ۱۱ میلیونو ډالرو په ارزښت له افغان خصوصي شرکتونو سره ۱۶ تړونونه، لاسليک کړل.

د کلیو د پرمختيا وزير وېس برمک وویل د پرو‌ژو د کار په ترڅ کې به کلیوالو کارګرو ته ۱۵۰۰۰۰ کار ورځې هم رامنځ ته شي.

د دغو پروژو په ترڅ کې به د ۹ ولایتونو په یو شمېر کلیوالو سيمو کې ۱۱۱ کیلو متره سړکونه، ۲۶۷ پلونه، او د اوبو لګولو ۷۰ کيلو متره ‌ژور کانالونه جوړ شي.

د کلیو د پرمختیا وزیر وېس برمک بي بي سي ته وویل د دغو پروژو د پلي کېدا په ترڅ کې به کارګرو ته ۱۵۰۰۰۰ کاري ورځې رامنځ ته شي او په پایله کې به ۶۰۰۰۰ کلیوال له دغو پروژو ګټه پورته کړي.

په پام کې ده چې دا پروژې د کندهار، هلمند، بادغیس، نیمروز، بدخشان، تخار، فاریاب او ننګرهار په ګډون په ۹ ولایتونو کې پلې شي.

د ننګرهار ولایت د سره رود د یوې سيمه یيزې شورا غړی شمس الحق وايي دغه راز پروژې ګټورې دي خو وايي کله کله سيمه یيز خلک ویالو، پلچکونو او نورو ته ځمکه نه ورکوي چې په پايله کې یې پروژې له ناکامۍ سره مخامخ کېږي.

چارواکي وايي هلته چې هوا کار ته مناسبه ده، وار له مخه به دغه کارونه پيل شي، او په کومو سيمو کې چې هوا سړه شوې پلي کونکي شرکتونه به د هوا تر ښه کېدو د کار پيل ته سترګې پر لاره پاتې کېږي.