افغانستان لاهور کې کونسلګري جوړوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
اسلام اباد ته د افغانستان نومول شوي سفیر جانان موسی زي ویلي، چې هېواد یې د پاکستان پنجاب لاهور ښار کې د کونسلګرۍ جوړولو پلان لري.
نوموړي ویلي، چې دا کار د کابل- اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه کېږي.
اسلام اباد کې زموږ خبریال طاهر خان وايي، افغانستان دا مهال د پاکستان درو ښارونو پېښور، کراچۍ او کوټه کې کونسلګرۍ لري.
د اسلام اباد لپاره د کابل نوي نومول شوي سفیر جانان موسی زي اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، لاهور کې یې د کونسلګرۍ پرانیستلو پر چارې غور پیل کړی دی.
لاهور ښار کې دا مهال د ګاونډي ایران او امریکا په ګډون د ځینو نورو هېوادونو کونسلګرۍ موجودې دي.
خو افغان کونسلګري هلته ځکه مهمه ده، چې لاهور ته څېرمه د هند سرحد دی او د دې کونسلګرۍ له لارې افغان سوداګر خپلې چارې ژر سمبالولی شي.
موسی زي هیله وښوده چې د لاهور کونسلګري به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې پراخه کړي.
افغان سفیر وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه وویل، چې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي نور هم ښه شي.





















