د تاج محل مرمر ورکه ځلا بیا مومي

په هند کې لرغونپېژندونکي وايي، د هېواد تاج محل تاریخي ودانۍ د ککړې هوا له امله د رامنځته شويو داغونو له منځه وړلو لپاره یې د خاورو له اخیړ نه د ګټې اخیستو کار پیل کړی دی.
د هندي چارواکو په وینا، د ککړتیا له وجهې د ودانۍ په دیوالونو زیړ رنګه داغونه پیدا شوي چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره دې پرېکړې ته رسیدلي چې د خاورو اخیړ ورکړل شي او په ځانګړې خاوره باندې پاک شي.
تاج محل ماڼۍ اګرې ته څېرمه پرته ده، چې شاوخوا یې د ډېرو فابریکو له وجهې هوا ډېره ککړه شوې ده.
دا څلورم ځل دی چې د تاج محل د پاکولو لپاره له دې طریقې نه کار اخیستل کیږي.
تمه کیږي چې په خاوره د پاکولو له امله به د تاج محل د مرمرو طبیعي ځلا له سره را پیدا شي.
دا څلورم ځل دی چې د ۱۷ پيړۍ دې تاریخي نښې ته د خاورو اخیړ ورکول کیږي، چې هدف یې د ځلا بیا را پیدا کول دي.
په ۲۰۰۸ کې هم دغې ماڼۍ ته د خاورو اخیړ ورکړل شوی وو، خو د هوا د ککړتیا له وجهې کارپوهان وايي چې اوس د دې ودانۍ پاکول اړین دي.
په ۱۹۹۴ او ۲۰۰۱ کلونو کې هم د تاج محل د پاکوالي لپاره د خاورو له اخیړ نه کار اخیستل شوی و.
تاج محل درې نیم سوه کاله لرغونې ودانۍ ده، په د تاریخ په اوږدو کې په سمه توګه ساتل شوې ده.
په تاج محل ماڼۍ د عمر د زیاتوالي اثار هم لیدلی کیږي.
د هوا د ککړتیا له امله ځلېدونکي مرمر تیږې یوڅه خړې ښکاري او د شوټنګونو او موسیقي پروګرامونه تیزو رڼاګانو هم زیان ورته رسولی دی.
تاج محل د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې د کمیابو ودانیو په نوملړ کې راځي، چې هندي حکومت یې د ساتلو لپاره شاوخوا کارخانو ته د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي سپارښتنه کړې ده.
هندي حکومت د تاج محل ودانۍ د پاکوالي لپاره یوه ډله هم جوړه کړې ده.





















