نور: د ټاکنو په تړاو ستونزې به هوارې شي

د عکس سرچینه،
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي دي چې د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو سره خبرې روانې دي او هيله لري چې د ټاکنو په تړاو رامنځ ته شوې ستونزې به هوارې شي.
د ټاکنو کمېسيون وياند نور محمد نور وويل، د ډاکتر عبدالله ډلې پرون کميسيون ته ديوه ليک په استولو سره خپلې پوښتنې اواندېښې وړاندې کړې چې کميسيون اوس دې ليک ته د ځواب پر چمتوکولو کار کوي.
نوموړي زیاته کړه چې تيره ورځ د ولسمشرۍ بل نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزى کمېسيون ته ورغلى و او يو وار بيا يې ټينگار وکړ چې د کمېسيون اصولو ته پوره درناوى لري.
د درغلۍ په تړاو نوې ادعاوې
بله خوا د ډاکتر عبدالله ټاکنيزې ډلې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ادعاشويو درغليو په اړه رسنيو ته نوي سندونه وړاندې کړي دي.
د ډاکتر عبدالله د ټاکنيزې ډلې غړي عبدالجبار شولگري په يوه خبري ناسته کې يوه ثبت شوې تيليفوني مکالمه وړاندې کړه. نوموړي ادعا وکړه چې دا د يوه والي غږ دى او د پوځ يو افسر هڅوي چې د يوه مشخص نوماند په گټه کار وکړي.
ښاغلي شولگري ادعا وکړه چې دا په ټاکنو کې د پراخو درغليو د پلان يوه برخه ده.
خو په خپلواکه توگه د دغې ثبت شوې مکالمې پخلى نه دى شوى چې دا د چا خبرې دي.
دا هم نه دي ويل شوي چې دوى دغه مکالمه څنگه ترلاسه کړې ده .
د افغانستان د نافذه قوانيونو له مخې د خلکو د ټیليفوني مکالمو اورېدل او ثبت جواز نه لري.
د دې تر څنګ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ویلي که د ولسمشرۍ د یوه نوماند له لوري د ټاکنو له بهیر سره پرېکون شوی وي نو د قانون له مخې د ټاکنو د کمېسیونونو کار نه ټکنی کېږي.
د شکایتونو کمیسیون پرداسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دولسمشرۍ یوه کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو له کمېسیونونو سره پریکون لا هم دوام لري.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر، ستار سعادت له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، که د ټاکنو له بهیر سره دیوه کاندید دپریکون په صورت کې وروستۍ پایلې اعلان شي، د راتلونکي نظام حقوقي مشروعیت ته ډیر زیان نه رسېږي.





















