د حج مراسم پيل شول

د نړۍ له گوټ گوټ څخه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ورغلي تردوه ميليونه ډېر مسلمانان عرفات کې راټول شوي دي او د حج مراسم پرځاى کوي.
حج د اسلام د پنځو رکنونو څخه يو دى چې هر مسلمان چې وس لري بايد په خپل ژوند کې يې لږ ترلږه يوځلې ترسره کړي.
سږکال د حج مراسم پر داسې مهال ترسره کېږي، چې د حج په موخه سعودي عرب ته د ورغلو خلکو له لوري د ايبولا دناروغۍ پرخپرېدو اندېښنې ښودل شوي دي.
خو سعودي چارواکو دغه اندېښنې بي ارزښته بللي دي.
سعودي د حاجيانو په منځ کې د ايبولا د وايروس خپرېدا د مخنيوي په موخه خپل هېواد ته د لايبريا،سرياليون اوگېني څخه چې ايبولا ځپلي دي د خلکو ورتگ منع کړى دى.
د سعودي دې گام د دغو هېوادونو شاوخوا اوه زره مسلمانان د حج په مراسمو کې له گډونه بي برخې کړي دي.
سعودي دارنگه د حج د فرېضې د اداکو کولو په موخه دې هېواد ته د ورغلو کسانو د تېرو دوو اونيو د سفرونو او ځاى ځايگې پلټنه هم کړې ده.
خو بروکسل کې مېشت د بي پولو ډاکترانو يو افغان ډاکتر سيد ايوب چې وروستيو کې يې سرياليون ته سفر کړى و وايي د سعودي دغه تدبيرنه ښايي سلو کې سل اغيزمن نه وي .
افغان حاجيان ډېر شکايت نه لري
له افغانستان څخه سږکال شاوخوا څلريشت زره کسان د حج لپاره سعودي ته ورغلي دي.
تېر کې د حج په موخه دې هېواد ته د ورغلو افغانانو څخه ځينو يې د ځاى ، ترانسپورت اوکمزورو روغتيايي خدمتونو څخه شکايت درلود.
د حج د اداکولو په موخه سعودي ته ورغلى يو افغان هلال ياسني وايي د تېر په پرتله سږکال د افغان حاجيانو د ژوند شرايط ښه دي ، ځاى يې ښه دي اولارښوونکې يې ترپخوا پوه دي . خو وايي د روغتيايي خدمتونو په برخه کې لاهم ستونزې شته دي.





















