د باميانو ولايت د "کهمرد ولسوال خپلو ساتونکو وژلی"

د عکس سرچینه، f
د افغانستان په مرکزي سيمه باميانو ولايت کې، ځايي چارواکي وايي د دغه ولايت د کهمرد ولسوال هادي خان سيغاني وژل شوی دی.
د باميانو ولايت د پوليسو مشر عبدالمبين ایزديار بي بي سي ته ویلي، پېښه تېره شپه ځايي مهال ۱۰ بجې رامنځ ته شوې ده.
د پوليسو دغه قومندان وايي، له لومړنيو پلټنو داسې ښکاري، چې ښاغلی سيغانی د خپلو دوو تنو ساتونکو له خوا وژل شوی چې اوس دواړه نيول شوي دي.
نوموړي وويل، ښاغلی سيغاني د باميانو مرکز کې له يوې غونډې وروسته د کهمرد ولسوالۍ ته په لاره و چې د خپلو ساتونکو له خوا ووژل شو.
طالبانو د دغې پېښې پړه پر غاړه اخيستې او په خپله ټوېټر پاڼه يې ليکلي، چې د باميانو ولايت د کهمرد ولسوال د دوی کسانو په يوه کمين کې وژلی دی.
باميان د افغانستان په مرکز کې يو له نسبتا ارامو ولايتونو ګڼل کېږي چې وړاندې په کې دا ډول پېښې نه دي تر سترګو شوې.

















